Najiba Ayobi

تاند- افغان ژورنالیسته نجیبه ایوبي، د سوریې نور کیلزه او د کمبودیا بوفا فورن د زړه ورتیا د جایزې ګټونکې اعلان شوې.

نجیبه ایوبي، چې په کلید موسسه کې کار کوي، د رسنیو د اتحادیې په موسسانو کې شمېرل کېږي.

دې ته له بېلابېلو خواوو مخامخ ګواښونه شوي دي.

د ښځینه ژورنالیستانو د نړیوالې موسسې په وینا د مېرمن ایوبي کور ته وسله وال کسان لېږل  شوي، خبرداري یې ورکړي او ځینو ناپېژندل شویو وسله والو ورته ویلي چې د دې کورنۍ ته به ضرر ورسوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې نجیبه ایوبي په عام مظهر کې توهین شوې هم ده.

مېرمن ایوبي د ښځینه ژورنالستانو د کموالي په اړه خبرې کړي او په ټولنه کې یې د ښځو د کار کولو ستونزې یادې کړي دي.

د دې جایزې بله ګټونکې د رویټرز خبري اژانس خبریاله او عکاسه نور کیلزه ده چې د سوریې تر جګړې مخکې ښوونکې وه.

پر دې د دولتي رسنیو له لوري انتقادونه شوي او د ټولنیزو شبکو له لارې زیات خبرداري ورکړای شوي دي.

سږ کال پر دې ډزې وشوې او زنګون یې د تېښتې په مهال مات شو.

کمبودیايي ژورنالیسته بوفا فورن، چې په کمبوډین ورځپاڼه کې کار کوي، څو ځلي له مرګونو حملو روغه وتلې. په یوه حمله کې یې یو ملګری وژل شوی دی.

د زمبابوې پنځوس کلنه ژورنالیسته ادنا ماشي ژورنالیسته ده چې د جایزې مستحقه اعلان شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *