بارون مویولا اف کسټل ډاوسن
Baron Moyola of Castledawson
اصلي نوم یې (Major James Dawson Chichester-Clark) ده. د شمالي ایرلنډ سیاست پوه وو. د فیبرورۍ په ۱۲ نېټه، کال ۱۹۲۳، په ایرلنډ کې زېږېدلی او د مې په ۱۷نېټه، کال ۲۰۰۲ د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د شمالي ایرلنډ په منځنۍ کچه ایتلاف جورونکی لمړی وزیر وو چا چې په کال ۱۹۶۹ کې ناڅاپه په انګلستان غږ وکړ چې خپل پوځ د فرقه ایزه تاوتریخوالي خلاف وکاروي.
 
د عیسوي مذهب د پروتستانو له ډلې سره یې تړاو لره او په کال ۱۹۶۰ کې د ایرلنډ د پارلمان غړی وو، د ۱۹۶۷–۶۹ کلونو ترمنځ د زراعت وزیر وو او په کال ۱۹۶۹ د تمې خلاف د اصلاح غوښتونکي لمړي وزیر په توګه وټاکل شو.
 
کله چې لمړی وزیر شو ټول سیاسي بندیان یې خوشې کړل او د سیاسي مجرمینو لپاره یې عمومي عفو اعلان کړه. خو په دې ونه توانیده چې د کتولیک عیسویانو او پروتستانو ترمنځ تاوتریخوالی ارام کړي او چې کله یې خپله ناکامي درک کړه نو د انګلستان له پوځ څخه یې مرسته وغوښته. په کال ۱۹۷۱ د مارچ په ۲۰ نېټه یې استعفا وکړه. او له استعفا وروسته (life peer) اعلان شو په انګلستان کې لایف پیر هغه اشرافو ته وېل کیږي چې رتبه یې په ارث بل ته نشي ورکول کیدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *