Basil
د ډول نوم یې اوسیمم بازیلیکم (Ocimum basilicum) ده، په انګرېزۍ کې ورته (sweet basil) نوم هم اخلي د نعنا په لامیا سیای کورنۍ (family Lamiaceae) کې شامل ده او د بوی لرونکو پاڼو لپاره کرل کیږي. ګمان کیږي چې اصلي ځای یې هند وي. پاڼې یې په غوښه، کب او سلات کې اچول کیږي ډېر خلک یې په الکول لرونکي مشروب کې هم کاروي.
ښویې صیقلي پاڼې لري، د پاڼې شکل یې هګۍ ته ورته وي، د ګلانو رنګ یې له سپین تر ارغواني پورې شته. د ریحان بوټی له پرخې او سړو سره سخت حساسیت لري او په ګرمو سیمو کې ښه وده کوي. که چېرې ریحان په لنده سیمه کې وکرل شي ډېر ژر یې د ( Fusarium wilt) په نامه ناروغي وهي کومه چې د بوټي د وچېدو لامل ګرځي، یا (blight) ناروغي پرې لګیږي چې دا ناروغي د بوټي او میوې رنګ تک زېړ کوي یا یې پوپنک وهي چې د ناروغی نوم یې (downy mildew) ده.
د ریحان ځینې ډولونه سوداګریز دي چې په دې کې د وړو پاڼو عام ریحان، د غټو پاڼو ایټالیوی ریحان، د غټو پاڼو کاهو ریحان شامل دي. پاڼې یې بوی لري خو د وړو پاڼو د ریحان پاڼې بیا تر نورو بوی کې کمزورې دي.