Zucchini
د ډول نوم یې کوکوربیتا پېپو (Cucurbita pepo) ده، په انګرېزۍ کې ورته (courgette) نوم هم اخلي. د کورکوبیتاسیای کورنۍ (family Cucurbitaceae) کې ډلبندي شوی. د کورونو په پټیو او مارکیټونو کې پرېمانه پیدا کیږي. د دې کدو ګلان هم د خوړو وړ دي او ډېړ خلک یې په غوړو کې سره کوي. ګلان یی هم جنسه (unisexual) وي یا نران وي او یا ښځې وي. د شاتو مچۍ یا نورې حشرې یې په القاح کولو کې مرسته کوي. بوټی یې له (squash bugs) او (squash vine borers) څخه زیان لیدلای شي.