تاند- د افغانستان دفاع وزیر، چې د اروپا په سفر وتلی، نن یو وار بیا وویل چې له امریکا سره به د افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک شي.

جنرال بسم اللله خان محمدي نن د جرمني په برلین کې ډاډ څرګند کړ چې لویه جرګه به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د افغانستان او امریکا امنیتي موافقه تصویب کړي.

«موږ پوره ډاډه یو چې لویه جرګه به په لوی اکثریت موافقه تصویب کړي او لاسلیک ته به یې لار اواره شي.»

پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په بروکسل کې د هغه ځواک د طرحې په اړه موافقه وکړه چې دا تړون غواړي د راتلونکي کال په پای کې یې د خپلو محاربو ځواکونو له ایستلو وروسته ی په افغانستان کې پرېږدي.

خو د ځواکونو شمېر یې تعین نه کړ ځکه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ لا پر امنیتي موافقه خبرې روانې دي.

د امریکا او ناټو چارواکو وویل، د ناټو دفاع وزیرانو پرون «د ستراتیژیکې پلانونې ارزونه» تصویب کړه او په دې توګه یې د ماموریت لپاره، چې د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورې رول به په غاړه لري، د لازمو ظرفیتونو او د کنټرول د ترتیباتو او قوماندې تابیا وکړه.

د امریکا متحد ایالتونه وايي تر هغو د پرېښودونکي ځواک د شمېر په اړه څه نه شي ویلی چې له افغانستان سره یې امنیتي موافقه لاسلیک کړې نه وي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان لویه جرګه او ملي شورا به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون ملاتړ وکړي.
خو د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي توافق په شمول باید یو لړ ګامونه اوچت شي. دغه راز یو بل توافق هم باید وشي چې؛ په افغانستان کې د ناټو راتلونکی رول وټاکي.

One thought on “بسم الله محمدي: ډاډه یم چې لویه جرګه به امنیتي تړون تصویب کړي”
  1. د مشورتي لويې جرگې جوړول، که ملي عنعناتو ته سپکاوى؟
    که ميرويس نيکه د افغانانو له ملي عنعناتو څخه په کار اخيستو سره لويه جرگه (چې د افغان ولس يوه له ملي عنعناتو څخه شمېرل کيږي) را بللې وه، نو موخه يې د ايراني گورگين له اشغال او تسلط نه د افغان ملسمان ولس آزادول او خپلواکه کول وو، او که د احمد شاه بابا واک ته د رسولو لپاره کومه لويه جرگه جوړه شوې وه، نو هم د هغه وخت د ايراني ښکېلاکگر رژيم له تسلط او اسارت نه د افغانانو خپلواکي او د گران افغانستان آزادي حاصلول وو،
    له دغسې مواردو نه پرته که د پرديو ځواکونو د حمايت او د اشغالگرو ځواکونو د شتون او بقاء په موخه دغه ډول جرگې په جعلي او تقلبي بڼه را بلل کيږي او جوړيږي نو داسې کړنې نه يوازې دا چې له افغان مؤمن او مجاهد ولس سره هيڅ ډول تړاو نلري، بلکې د يو شمېر په ډالرو اخستل شويو، دين پلورو او وطن پلورو نا افغانه افغانانو پواسطه او د اشغالگرو طاقتونو په اشاره، د افغاني عنعناتو او ملي رواياتو يو ډول توهين او سپکاوى دى،
    داسې جرگې او غونډې نه افغان مؤمن ولس ته د منلو وړ دي او نه يې پرېکړې او مشورې – ځکه په جرگه کې به يوازې هغه کسان را غونډيږي چې په ډالرو اخستل کيږي، نه په کې د مقاومت د جهادي ليکو مشران حضور لري او نه
    د ملت نور رښتوني او مخلص استازي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *