Yorkshire pudding
د انګلستان عام خواړه دي چې له اوړو سره د اوبو، هګیو، او شیدو له مخلوط کېدو (batter) جوړیږي او د غوا د وازدې په غوړیو (drippings) کې پخیږي. په لمړي ځل باندې دا خواړه په ۱۸ پېړۍ کې، د انګلستان په شمال کې دود شوي. په هغه وخت کې به غوښه د اور له پاسه زوړندېده او دا پوډینګ به لاندې ورڅخه کېښودل کېده تر څو یې د وازدې غوړي په پوډینګ کې وڅاڅي. له پخېدو وروسته به پوډینګ په مربع شکل کې پرې کېده او خوړل کېده.
 
عصري یورک شېر پوډینګ د یکشنبې په ورځ ډېر وخت د نورو خوړو ترڅنګ خوړل کیږي او ډېر خلک یې د (Sunday roast or Sunday lunch) په نومونو پېژني. که چېرې سوسیس په یورک شېر پوډینګ کې اضافه شي نو بیا ورته د (Toad in the Hole) نوم اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *