Yogurt
په انګرېزۍ کې (Yoghurt, Yourt, or Yoghourt) هم لیکل کیږي، د خمیرشوو یا تخمیر شوو شیدو نیمه مایع ده. نرم تروش بوي لري او د بوي لامل یې په مستو کې د لکتیک اسیدو (lactic acid) شتون ده. مستې د وزو، مېږو، غواګانو یا میښو له شیدو جوړیږي. په متحده ایالتونو او د اروپا د شمال په مرکزي سیمو کې ډېر شرکتونه د غوا له شیدو مستې جوړوي، په ترکیه کې ډېر خلک د وزې له شیدو جوړې شوې مستې خوښوي، په شرقي اروپا کې بیا ډېر خلک د مېښو له شیدو مستې جوړوي، همداسې تر ټولو زېات د مېښو شیدې کارونکي هند او مصر دي.
د مستو جوړېدنې په لمړي ځل له ترکې سرچینه اخیستې. ترکانو به لمړی شیدې وېشولې – په دې مانا چې هر ډول باکتریا به یې د تودوخې له لارې له شیدو لرې کوله (sterilize). له یخېدو وروسته به یې مستې ورسره ګډولې – شیدې به یې مایه کولې (inoculate) .
سوداګرېزې مستې د غوا له ګرمو شوو شیدو سره د شیدو جامد موادو له ګډېدو جوړیږي. دا مواد د (Streptococcus thermophilus – Lactobacillus bulgaricus – sometimes L. acidophilus – lactose-fermenting yeast) په نومونو یادیږي. له ګډېدو وروسته له ۴ تر ۵ ساعته پورې له ۴۳° تر ۴۴° C تودوخه کې ساتل کیږي. مستې په ټوله نړۍ کې خلک پېژني خو په هره سیمه کې مختلف خواږه توکي پکې اضافه کیږي او په مختلفو توکو معطره کیږي.