دا خبر بیا بیا تازه کېږي.

تاند- د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې نن /شنبه/ لږترلږه دوې چاودنې وشوې چې له کبله یې مرګ ژوبلې شوي دي.

دا چاودنې په یوه لوبغالي کې وشوې چې د ولایتي ادارې د چارواکو په ګډون د بزګر ورځ لمانځل کېده.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي خو  وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر به تر دې زیات وي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي چې تر دې دمه د ۳ تنو وژل کېدل او د څه باندې ۳۰ نورو ټپي کېدل تاییدولی شي.

رحیمي وايي چې دا حملې په لوبغالي کې د ځای پر ځای شویو بمونو د چاودنې په نتیجه کې شوي دي.

په ټپیانو کې د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د سرحدي ليوا قومندان ظاهرګل مقبل، د کرنې رييس زلمی الکو او د اطلاعاتو او فرهنګ ريئس حميدالله وياړ شامل دی.

مخکې دا هم ویل شوي وو چې د هلمند والي تورن جنرال انجنیر یاسین برسېرن ټپي شوی خو والي دا ادعا رد کړه.

د کورنیو چارووزارت ویندوی وايي چې لومړۍ چاودنه په لوبغالي کې دننه په یوه خیمه کې وشوه

څه باندې یو کال پخوا هم د لشکرګاه پر لوبغالي تروریستي بریدونه شوي وو چې له کبله یې یو شمېر ورزشکاران او د سپورت نندارچیان شهیدان او ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *