اې اېف بي اېف

American Farm Bureau Federation

په متحده ایالتونو کې د بزګرو تر ټولو ستره اداره ده. په کال ۱۹۱۹ کې تاسیس شوې، د ۵۰ ایالتونو غېرې دولتي مستقله اداره ګڼل کیږي او په پورټو ریکو کې هم شته. دا اداره په ښارونو کې د بزګرو د خوځښت له دفترونو رامنځته شوې کوم خوځښت چې له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته په اې اېف بي اېف ادارې بدل شو. دې ادارې هڅه وکړه چې له بزګرو سره د کرنې په اړه د لیکنو له لارې مالومات شریک کړي او پېل کې یې ډېرو بزګرو لیکنې له یو تر بله رسولې.
 
کله چې د دې خوځښت بزګر د ۱۹۱۹ کال په نومبر کې، په شیکاګو کې سره راغونډ شول نو ډېر ژر یې د بودیجې د لاسته راوړلو لپاره په سیاسي ګامونو پېل وکړ. وروسته یې د (Acts of 1933 and 1938) قانون فارمول او په کانګرېس تصویب کړ، د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د قیمتونو له کنټرول سره مخالفت وکړ. دې ادارې تل د کرنیزې سوداګرۍ په ګټه کار کړی خو په ورته وخت کې بزګرو ته هم وفاداره پاتې شوې. د چاپېریال ساتنې له ادارې سره یې د بزګرو په سر ډېرې شخړې کړي تر څو د بزګرو د ملکیت ساتنه وکري. په ۲۰۱۱ کال کې یې له ۶ میلیونه کورنیو زېاتو غړیتوب لره. هر کال په خپل منځ کې غونډې هم سره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *