Aaron David Gordon
د جون په ۹/۱۰ نېټه، کال ۱۸۵۶، د اوکراین په ترایونوف کې زېږېدلی او د فېبرورۍ په ۲۲ نېټه، کال ۱۹۲۲، د فلسطین چې اوسمهال اسرایل ده په دیګانیا کې مړ شوی. صهیونیست (Zionist) لیکوال او فیلسوف وو. چا چې دا نظر تحریک او خپور کړ چې باید اسرایلیان د بزګرو په توګه بېرته فلسطین ته وګرځي او له همدې لارې د فلسطین ځمکې خپل ملکیت کړي.
تقریبا ۲۰ کاله یې په بارون هوراس ګونزبورګ (Baron Horace Günzburg) کې دولتي دنده لرله. یو شتمن روسۍ یهود او سر سخته صهیونیست وو چا چې په کال ۱۹۰۴ کې فلسطین ته سفر وکړ او نورو یهودو ته یې د سفر طریقه وښوده. کله چې فلسطین ته ولاړ هلته د پیتا تقوا (Petaẖ Tiqwa) په نامه یوه کلي کې مېشت شو او د وخت له تېرېدو سره په کتابتون کې ورته دنده پیدا شوه خو دنده یې رد کړه او غوښتل یې بزګر شي. آرون ته فکر پیدا شو چې اسرایل کولای شي خپل ملک ته د بزګرۍ لپاره د بزګرو په توګه راوګرځي او له همدې لارې د فلسطین ځمکې خپل ملکیت کړي. په کال ۱۹۰۹ کې یې له نورو یهودانو سره لیدنې کتنې وکړې او هغوی یې تشویق کړل تر څو په فلسطین کې د یهودو ټولنه رامنځته کړي چې لمړۍ ټولنه یې په همدې کال کې د دیګانیا (Deganya) په نام جوړه کړه دا ټولنه د کیبوتز (kibbutz) په نامه هم پېژندل کیږي. له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته بېرته فلسطین ته ولاړ تر څو هلته له دیګانیا ټولنې سره بېرته یوځای شي. کله چې بېرته فلسطین ته ولاړ هلته د (ha-Poʿel ha-Tzaʿir) مشر شو مانا یې ځوان کار کوونکي ده. چې وروسته ترې د فلسطیني یهودو د کار کوونکو تنظیم (first Palestinian Jewish Labour Party) ترې جوړ شو کوم چې وروسته له ماپای (Mapai) تنظیم سره یوځای شو.