Agrarian League
په جرمنۍ ژبه کې ورته (Bund Der Landwirte) وایي. یوه اضافي پارلماني اداره وه چې د جرمني په امپراتورۍ کې له کال ۱۸۹۳ څخه فعاله شوې وه او دنده یې د ۱۸۹۲ دازادې سوداګرۍ له پالیسۍ سره مخالفت وو کومه پالیسي چې لیو ګراف وان پریوي (Leo, Graf (count) von Caprivi) د جرمني لمړي وزیر رامنځته کړې وه. دې ادارې د بزګرو د مالي مرستې (farmers’ subsidies) دفاع کوله، د وارداتو د تعرفې (import tariffs) له کمېدو سره مخالف او د توکو کم قیمت یې غوښتنه وه. کله چې کپریوي له واکه لرې شو ځای ناستي یې وعده وکړه چې د وارېدېدونکو غنمو تعرفه کې به لوړوالی راولي خو په کال ۱۹۰۰ کې د کرنیز لیګ غړي تر ۵۰۰۰۰ پورې زېات شول او د جرمني پارلمان کې یې د بزګرو د استازو په توګه ځانونه مطرح کړل. په کال ۱۹۰۲ کې بل لمړي وزیر هم د وارداتو په تعرفه کې بدلون راوست خو د دې ډلې لپاره کافي نه وو. د وخت له تېرېدو سره دې ډلې وده وکړه او بلاخره په (Reichslandbund, or State Land League) باندې بدله شوه.