Social Science
ټولنیز ساینس د اکادمیکو دیسپلینو عمده کټګوري ده، په یوه تولنه کې د غړو ترمنځ اړیکې او ټولنې ته پام کوي. ټولنیز ساینس ډېرې نورې څانګې لري چې هره څانګه یې هم ټولنیز ساینس ګڼل کیږي. په ټولنیز ساینس کې انتروپولوجي، لرغون پوهنه، اقتصاد، تاریخ، انساني جغرافیه، فقه (د فقې مانا د قانون فلسفه یا تیوري ده)، ژب پوهنه، سیاسي ساینس، اروا پوهنه، د ټولنې پېژندنه او د عامه خلکو روغتیا شامله ده خو ټولنیز ساینس په دې څانګو محدود نده بلکې یوه لویه نړۍ ده. د ټولنیز ساینس کلیمه ځینې وخت د سوشیالوجي یا د ټولنې پېژندې یا هم د ټولنې د ساینس لپاره کاریږي.
تحقق کوونکي ساینس پوهان (Positivist social scientists) د ټولنې پېژندنې لپاره ټولنیز ساینس د یو ابزار په توګه کاروي او ټولنیز ساینس یې په موکده عصري مانا کې تعریف کړی. په انګرېزۍ کې (Interpretivist) د تحقق کوونکو ضد مانا لري او دا ډول ساینس پوهان ټولنیز ساینس د ټولنیز تنقید یا سمبولیک تفسیر لپاره کاروي.