تاند- چک جمهوریت افغانستان ته د لرغونو اثارو د پلټنې لپاره پنځلس ملیون چکي کراونه ورکوي.

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز د دغه هیواد صدراعظم یري روسنوک په افغانستان کې د لرغونو اثارو د لټولو لپاره د پنځلس ملیونه کرونو مرسته تصویب کړه.

دا مرسته په لوګر ولایت کې د چک جمهوریت د ولایتي بیارغونې ډلې یا پي آر ټي د ملکي کارونو برخه ده.

د چک جمهوریت دا مرسته به د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې څانګې ته ورکړای شي چې د لوګر په عینک کان کې یې د لرغونو اثارو په موندلو او راایستلو ولګوي.

د لوګر د عینکو د مسو کان په ساحه کې لرغوني اثار په نولس سوه شپېتمه لسیزه کې کشف شول او افغان لرغونپوهان د دغو اثارو پر اهمیت پوی شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *