Geography
جغرافیه له یوناۍ کلیمې (γεωγραφία, geographia) څخه اخیستل شوی لفظ ده او مانا یې د ځمکې تشریح ده. جغرافیه د ساینس یوه څانګه ده کومه چې ځمکې، د ځمکو خصوصیات، اوسېدونکي او طبیعي پیښې مطالعه کوي. لمړی کس چې د جغرافې لفظ یې کارولی اراتوستن (Eratosthenes) د یونان جغرافیه پوه او ستور پوه وو. اراتوستن د زېږیدیز کال څخه د ۲۷۶–۱۹۴ کلونو وړاندې ترمنځ ژوند کوه.
جغرافیه په دوه برخو وېشل شوې چې انساني جغرافیه (human geography) او فزیکي جغرافیه (physical geography) ده. انساني جغرافیه انسانان، د انسانانو ټولنې، کلتورونه، اقتصاد او له چاپېرېال سره فعل او نفعال مطالعه کوي.فزیکي جغرافیه په طبیعي چاپېریال کې پروسې مطالعه کوي لکه اتموسفیر، هایډروسفیر، بیوسفیر او جیوسفیر.