سیاسي ساینس
Political Science
سیاسي ساینس یو ټولنیز ساینس ده او د حکومتدارۍ سره سر او کار لري، د سیاسي فعالیت څېړنه کوي، د سیاسي افکارو او سیاسي چلند سره سر او کار لري. په پراخه کچه سیاسي ساینس د سیاست له تیورۍ یا نظریې او د سیاست په پلي کولو باندې بحث کوي، د سرچینو او واک پر وېش تمرکز کوي. سیاسي ساینس پوهان د سیاسي حالتونو او پېښو په اړه څېړنې کوي او د دې تر شا سیاسي کړنې او فکرونه افشا یا نورو ته څرګندوي.
 
 
پرتله ایز سیاست د پرتله کوونې ساینس ده او په دې څانګه کې د مختلفو اساسي قوانینو په اړه زده کړې ترسره کیږي، سیاست پوهان مطالعه کوي او له یو بل سره پرتله کوي، مقننه قوه او ورسره تړاو لرونکې ادارې او خلک مطالعه او پرتله کوي. نړیوالې اړیکې د حکومتونو خپلمنځي اړیکو، د ملتونو خپلمنځي اړیکو او د هغو ادارو سره سر او کار لري چې د پولو بهر فعالیت ترسره کوي. سیاسي تیوري یا نظریه زېاته له کلاسیکو او عصري فکر لرونکو او فلسفایانو سره سر او کار لري.
 
سیاسي سیاینس د یو ټولنیز ساینس په توګه د تحقیقاتو لپاره په لمړي ګام کې تاریخي رسمي اسناد، په دوېم ګام کې رسنیزې سرچینې، په درېم ګام کې د څېړنو پایلې، د حالتونو مطالعه او تجربوي څېړنې کاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *