تاند- د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، تېر کال افغانستان د ۱۱۰ ملیون ډالرو طبي بوټي صادر کړي دي.
د دې وزارت ویندوی سمیر رسا نن /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل چې طبي بوټي په تېره بیا اینجه یا هنګ هند، پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان، مالیزیا، ایران او فرانسې ته صادر شوي دي.
د ښاغلي سمیر په وینا بوټي د افغانستان درېم مهم صادراتي محصول دی.
افغانستان تېر کال تر بل هر کال زیات صادرات لرل. خو تر ټولو زیات یې پوستکي، غالۍ، طبي بوټي او وچه مېوه زیاته صادره کړې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د معلوماتو پر اساس طبي بوټي د افغانستان د ټولو صادراتو په سل�� کې ۱۳ تشکیلوي.
تېر کال افغانستان د ۸۷۵ ملیون ډالرو برابر صادرات لرل خو د سوداګرۍ وزارت اټکل کوي چې سږ کال به د افغانستان صادرات تر یو ملیارد ډالرو واوړي.
اینجه، چې د طبي بوټو په منځ کې د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي قلم دی، په بدخشان او تخار ولایتونه کې موندل کېږي. له دې بوټي څخه درمل جوړېږي.