تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس وړاندیز وکړ چې له طالبانو سره د سیاسي ګوندونو د خبرواترو د دوهم پړاو غونډه دې د سولې له مشورتي لویې جرګې وروسته جوړه شي.
عمرداوودزي دا وړاندیز نن /یکشنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د څرګندونو په مهال وکړ.
ټاکل شوې ده چې د طالبانو او سیاسي ګوندونو د استازو بله غونډه په لنډ وخت کې په قطر کې جوړه شي. د دې غونډې د دایرېدو پرېکړه د مسکو په کنفرانس کې شوې وه.
د سولې د عالي شورا د دارالانشا ريیس عمرداوودزي خبریالانو ته وویل، د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو لپاره چمتووالی پیل شوی او په پام کې ده چې په دې ۵ ورځینۍ لویه جرګه کې جرګه وال د سولې پر ۲۵ اړوندو مسلو لامشورې وکړي.
ښاغلي داوودزي وویل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ولسي استازي هم په ښکاره د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کولی او خپل نظرونه څرګندولی شي.
ده دا زیاته کړه چې په کابل کې هم په دې غور روان دی چې د سولې مشورتي لویې جرګې ته د طالبانو سیاسي استازي راوبلل شي.
ویل کېږي چې د طالبانو او سیاسي ګوندونو د استازو بله غونډه به ښايي د روان حمل په ۲۵ نېټه په دوحه کې جوړه شي.
په دې غونډه کې به د سیاسي ګوندونو تر ۸۰ زیات غړي او مشران ګډون وکړي او پر اوربند او د حکومت پر څرنګوالي به خبرې وکړي.