د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر
خبرپاڼه
۱۳۹۲کال د لړم ۲ مه نېټه
د پنج شنبې په ورځ ناوخته ماښام د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په تراکتور موټر پسې بمي چاودنه شوي چې له امله يې يو تن ملکي وګړی شهيد شوی او درې نور ټپيان شوي دي، له يادې پېښې نيمه ګړۍ وروسته د پېښې سيمې ته نږدې يوې بلې بمي چاودنې څلور تنه ماين خښوونکي ووژل
لومړنی پېښه ناوخته ماښام د جاني خيلو په هستي کلي کې هغه مهال رامينځ ته شوه چې د ملکي وګړو يو تراکتور موټر په خښ شوي ماين وربرابر شو او پکې د ولي الرحمن په نوم يو تن ملکي وګړی شهيد شو او درې تنه نور ژوبل شول په تراکتور کې ناست کسان ټول ملکي وګړي ول او د کار او غريبۍ په موخه ښار ته تللي وو، چې کلي ته د راستنېدو پر مهال يې تراکتور په خښ شوي ماين وخوت او ياده مرګ ژوبله يې رامينځته کړه د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدل شوي دي
د پکتيکا والي ښاغلی محب الله صميم ددې خبر په اورېدو سخت خواشينی شو او ويې ويل: هر څوک چې بې ګناه ملګي وګړي په شهادت رسوي او يا هم ورته هر ډول جسمي او يا روحي زيان اړوي، د دوی دا ګړنې د اسلام او افغانيت سره ښکاره دښمني ده نوموړي زياته کړه : د هېواد او خاورې دښمنان اوس زمونږ ملکي بې ګناه هېوادوال هم په نښه کوي، او نه پرېږدي چې هېوادوال مو يوه ګوله حلاله ډوډۍ خپلو ماشومانو ته پيدا کړي.
دوهمه پېښه:- بله بمي چاودنه کې چې له لومړۍ چاودنې پوره نيم ساعت وروسته د جاني خيلو ولسوالۍ د جمجمو په سيمه کې رامينځته شوه له امله يې په خپله څلور تنه ماين خښوونکي ووژل شول ، د کشفي ادارو مالومات په ډاګه کوي چې وژل شويو ماين خښوونکو په هستي کلي کې هغه ماين هم ځای پر ځای کړای وو، چې پکې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله، د جمجمو سيمه له هستي کلي نږدې شپږ کيلو متره ليري پرته ده ، د دواړو پېښو په اړه افغان امنيتي ځواکونو په سيمه کې پلټنې پيل کړي
مخلص افغان
د پکتيکا ولايت وياند