تاند- په پنجشېر کې لسګونو تنو وروسته له دې مظاهره وکړه چې ځانګړو ځواکونو په دې ولایت کې د یوه مشکوک خپلسري وسله وال د نیولو هڅه وکړه.

د پولیسو د ځانګړې قطعې ځواکونو تېره شپه د پنجشېر د عنابي ولسوالۍ په زمانکو سیمه کې د حسیب نومي کس، چې په «قوای مرکز» مشهور دی، د نیولو هڅه وکړه خو نوموړی وتښتېد.

راپورونه وايي چې ځانګړو پولیسو یو بل کس، چې له حسیب سره اړیکې لري، نیولی او له ځان سره بېولی دی.

د پېښې په سهار (نن- یکشنبه) سلګونه کسان په مظاهره راووتل او د حسیب قوای مرکز د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅه وغندله.

حسیب قوای مرکز له پېښې وروسته په یوه خپرې کړې ویدیو کې ویلي چې د شپې په یوه نیمه بجه د ده او د اشرف غني د حکومت ترمنځ نښته پیل شوه چې مرګ ژوبلې هم پکې پېښې شوې.

ویل کېږي چې حسیب قوای مرکز خپلسري وسله وال لري او د انسان تښتونو په شمول په بېلابېلو جنایتونو کې په لاس لرلو تورن دی.

حسیب قوای مرکز د کورنیو چارو وزارت په هغه تور لیست کې شامل دی چې دې وزارت تر تعقیب لاندې کسانو نومونه پکې خپاره کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت په دې لیست کې ځینې شامل کسان په کابل کې نیولي دي.

4 thoughts on “د یوه خپلسري وسله وال د نیولو خلاف په پنجشېر کې یو شمېر خلکو مظاهره وکړه”
  1. د پاکستاني پولیسو یو کار مې خوښیده چې داسې لوچک لوفر باندې به یې عملیات کول که
    نیولی به یې هم وه ځای په ځای به یې کار ورختم کړ او اعلان به یی وکړ چې په په مخامخ مقابله کی ووژل شو نور به یې په کیسه خاورې ور واړولې. که د دوستم بدمعاش قوماندان یی ځای په ځای ختم کړی وای مظاهرې ته ځای نه پاتی کیده بیا یی که هزاره ګی ځای په ځای ختم کړی وای څوک پسې نه راوتل او اوس د دغه کوني پسی.

  2. د ده جال زمانه ده هرحیوان ځانته شیر وای، الله ج دې داسی زمانه راولی چه هر سړی ځانته انسان او آدم ووای.

    ځانګړی ځواکونه باید ددغسی لنډه غرانو دنیولو عملیات دچرخکو او پراشوتی وسایلو په واسطه تر سره کړی، نه د موټرو د کاروانونو په واسطه، ځکه د کاروانونو په تګ او حرکت دغه خلک خبریږی او د ساحی څخه په تیښته بریالی کیږی.

  3. وایی ملخک جستي ، جستي ، آخر بدستي.
    ورځ به یې راشي او هر هغه څوک چې دغلو او لنډه غرانو ملاتړ کوي باید سزا وویني.

  4. عجیب جهالت او جاهلی تعصباتو باندی ککړ سیاسیون چی کله اخوانی،کله جهادی او بیا کله هم د جاهلی تعصباتو په ګودال کی خپل غل ،غاصب ، اختطاف ګر او ارذل الناس هم ورته قهرمان ښکاری او د ملی امنیت او ګټو سره بیا هم عقدوی احمقانه برخوردکوی؟
    څوک نه پوهیږی چی دا دیدوخیل په څه ایمان لری؟ آیا انسانی تفکر کولی شی که تل هډوکی لټوی؟
    دا ارذل الناس د اسلامی او ملی ګټو مقتضیات هیڅ نه پیژنی، بلکی تل باید غله حاکم ،تالان او چپاولګری دوام ولری او پدری سقاوی میراث ژوندی وی ،نور ددی نه پورته کوم تصور دملت د خدمت او ‌آرام لپاره نشته،بغاوت خپل پدری میراث او غیرت بولی
    حال دا چی قرآنکریم فرمایی: ولاتکن للخائنین خصیما
    د خاین لپاره د حکومت دښمنی مه کوی او د حق طرفدار او د بر او تقوی معاون اوسی
    که موږ ویښ او متقی علما ولرو او عندالموقع مسؤلیت اداء کړی فرصت طلب او سیاسی چلند ونکړی نو باید سمدستی اعلان کړی : هیڅوک حق نلری چی د غله ،غاصب او خاین حمایت وکړی او حکومت حق لری چی دوی ته سزا ورکړی او ملت یی له شر خلاص کړی
    دی اعلان سره شرعی موقف روښانه او دیندار ملت خپل مسؤلیت چی د حق حمایت دی پیژنی او د غلو حمایت به صرف غله کوی دا صراحت او وضاحت د وارثان انبیاء( ع) مسؤلیت دی
    همداسی مع الاسف پدی حساسو شیبو کی ځینی ګردی میزونه بعضی اصحاب د غرض او مرض په ضد د حکومت غپوی او اذهان مغشوشوی چی نباید د اداری د تضعیف لپاره کار وشی ّځکه موږ ټول لیدلی او ازمایلی او اوس ددی نه ۷ښه بدیل نلرو نو نباید غله او خائنین وغپول شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *