تاند- هر سهار وختي په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د سړک په غاړو او چوکونو کې په سلګونو کسان، چې څیري کالي یې اغوستي وي، لیدل کېږي.

بې روزګاري د افغانستان امنیت ته د دولت تر وسله والو مخالفانو هم لوی ګواښ ګڼل کېږي.

د دوی په لاسونو کې د کار ابتدايي وسایل لکه بېل، پارو او یا د معمارۍ مالې وي. دوی په کار پسي ګرځي چې عموماً ورته نه موندل کېږي. که یوه نیمه ورځ ورته پیدا هم شي نو د ټولې ورځې مزد یې څو ډالره وي.

کارفرمایان په چوکونو کې د د ګڼو کارګرو له منځه عموماً یوازې یو یا دوه تنه د وړو تعمیراتي کارونو لپاره خوښوي. هر کارګر وايي چې د ده وار دی. ډېر ځلي کارګر په دې مسله په خپل منځ کې سره واوړي او خبره سوک و څپړې ته ورسوي.

د کار د نړیوالې ادارې د راپور له مخې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته نړیوالو له افغانستان سره د لسګونو ملیارد ډالرو مرستې وکړې خو له هرو لسو افغانانو څخه اته تنه حرفه او کاري مهارت نه لري او دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا دوولس ملیونه د کار په عمر برابر دي.

په کلیو کې هم ځوانانو ته دایمي کار نه پیدا کېږي، اکثره کار موسمي وي.

دا ستونزه یوازې په نالوستو پوري نه محدودېږي، هغوی چې زده کړې یې کړي، هم له بې روزګارۍ شکایت لري.

ډېر ځوانان چې په پوهنتونونو کې یې د لیسانس تر درجې زده کړې کړي، وايي په دولتي ادارو کې کار نه ورکول کېږي او ورته ویل کېږي چې د کار تجربه نه لري.

هر کال د افغانستان پوهنتونونه په لسګونو زره ځوانان جذبوي او زرګونه نور له پوهنتونونو څخه فارغېږي. څرنګه چې په خصوصي برخه کې د کار زیات امکانات نشته دوی له حکومت څخه کار غواړي.

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره د افغانانو د بې روزګارۍ ستونزه لا زیاتېږي. په ځینو ولایتونو کې سر له اوسه په زرګونو افغانان بې روزګاره شوي دي.

په وروستیو کې د هلوټرسټ موسسې رييس (ګای وي لوبي) د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه په افغانستان کې په تېره بیا په جنوبي ولایتونو کې د بې کارۍ مسلې ته پاملرنه ونه کړي د افغانستان حکومت به له جدي خطر سره مخامخ شي.

د هلو ټرست موسسې د مشر په وینا اکثره ځوانان چې بې روزګاره کېږي له طالبانو سره یوځای کېږي او یا په ځانوژونکي بریدکوونکي بدلېږي.

 د هلوټرست د موسسې په وینا ۲۷ فیصده افغانان بې روزګاره دي.

خو په دې فیصدۍ کې هغه کسان په پام کې نه دي نیول شوي چې په وروستي یو کال کې بې روزګاره شوي دي.

د هلمند د اقتصاد ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۶۵ فیصده کسان بې روزګاره شوي دي.

د دې ولایت د امنیت امر جمعه ګل همت وايي، کوم کسان چې بې روزګاره شوي، اکثره یې له وسله والو مخالفانو سره یوځای شوي او ناامنۍ یې زیاتې کړي دي.

دې ته ورته راپورونه له نورو ولایتونو څخه هم ورکړای شوي دي.

ډېر افغانان وايي چې د نړیوالو له مرستو څخه په داسي پروژو کې سم کار وانخیستل شو چې خلکو ته د اوږدې مودې لپاره کار وزېږوي.

د نړیوال بانک له یوه راپور سره سم د افغان کارګرو کالنی عاید په متوسط ډول ۴۱۰ ډالره دی چې د ورځې څه باندې یو ډالر کېږي.

د کارګرو نړیوالې ادارې په خپل راپور کې، چې تېر کال یې خپور کړ ویلي چې نیمايي افغانانو ته دومره خواړه نه رسېږي چې نسونه پرې ماړه کړي، تر پنځلسو کلونو کشر په سلو کې اتلس ماشومان مجبوره دي چې کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *