شیرین کچالو او ښوی کچالو (Yams and sweet potatoes) دواړه د جلا بوټو سبزي ده د دې تر څنګ خپلمنځ کې کوم نږدې تړاو هم نلري. دا دواړو نشایسته لرونکې سبزي (starchy veggies) د بوټو په جلا کورنیو کې ډلبندي شوي. د امریکا خلک شیرین کچالو د (Thanksgiving) په ورځ پخوي.
ښوی کچالو (Yams) د ډیوکوریا نسل (genus Dioscorea) ده او په خپله کورنۍ ډیوکوریاسیای (family Dioscoreaceae) کې ډلبندي شوي او د نړۍ په ګرمو سیمو کې ډېر کرل کیږي. د کچالو په څېر ریښه کوونکي (tubers) دي. په ساقه بدلېدونکې ریښه یې سپین، زېړ، ګلابي او ارغواني رنګونه لري. د سبزۍ رنګ یې د ونې د ساقې د پوستکي په څېر تېز نصواري ده. مزه یې بې خونده، شیرینه او بد مزه وي.
خواږه کچالو (swet potatoes) د ایپومویا بتاتاس ډول (species Ipomoea batatas) ده، د کورنۍ نوم یې کونولولاسیای (family Convolvulaceae) ده، نرم پوستکی لري، پوستکی یې مختلف ډوله رنګونه لري خو د منځ رنګ یې سپین یا ګلابي وي.
ولې امریکایان د ښوی کچالو او شرین کچالو تر منځ توپیر نشي کولای؟ له افریقا په زوره راوستل شو غلامانو په افریقا کې ښوی کچالو پېژندل کوم چې شیرین کچالو ته ورته دي او له همدې امله یې د ښوی کچالو ګمان پرې کاوه, له هماغه وخته کروندګرو هم د ښوی کچالو نوم اخیسته ورته پېل کړه. . خو په اصل کې له یو بل سره ډېر توپیر لري.