تاند- په جلال اباد ښار کې نن سهار (دوشنبه) په یوه چاودنه کې لږترلږه ۶ تنه ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي چې ټپیان ماشومان او ښځې دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې د سهار په ۹ بجې د یوې سوداګري ودانۍ مخته چاودنه وشوه.
د خوږیاڼي په وینا چاودنه د ځای پر ځای شوي بم وه او له کبله یې ۳ ماشومان او ۳ ښځې ژوبلې شوي دي.
تراوسه کومې تروریستي ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د روان ۱۳۹۸ کال په لومړیو ۵ ورځو کې په لسګونو افغانان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
په کندوز ولایت کې امریکايي پوځیانو تر ۱۳ زیات ملکیان، چې ډېری یې ماشومان او ښځې وې، ووژلې، په هلمند کې طالبانو د بزګر پر مېلې برید وکړ او ملکیانو ته یې مرګ ژوبلې واړولې، همداراز یې په دې ولایت کې لسګونه سرتېري شهیدان کړل.
په کندهار کې د اروزګان د خلکو پخوانی استازی عبیدالله بارکزی ترور شو.