تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) تایید کړه چې د د شنبې په شپه د کندوز په حمله کې د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکیان وژل شوي دي.
یوناما نن /دوشنبه/ وویل چې د کندوز د تلوکې د پېښې په اړه د دوی څېړنو وښوده چې د بهرنیو پوځیانو په حمله کې د یوې کورنۍ ۱۰ ماشومان او درې تنه نور وژل شوي دي.
یوناما ویلي چې وژل شویو کسانو د جګړو له لاسه له بلې سیمې څخه د شنبې د شپې د حملې ځای (تلوکې) ته پناه راوړې وه.
د کندوز د ولایتي ادارې چارواکو ویلي چې کندوز ښار ته نژدې په تلوکه کې ۱۴ ملکیان وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
د ملګروملتو مرستندی دفتر همداراز وايي چې لا هم په دې سیمه کې د دوی تحقیقات دوام لري.
له پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو د ماشومانو مړي د احتجاج په دود کندوز ښار ته یووړل او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د دې برید له عاملانو سره حساب وکړي.
خو په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی ډبرال ریچاردسن پړه په طالبانو واچوله، ویې ویل چې طالبان د ملکي خلکو په کور کې پټ شوي وو او بې له دې چې د ملکیانو ژوند ته اهمیت ورکړي همالته یې تګ راتګ کاوه.
ملګروملتو یو وار بیا پر ښکېلو خواوو ږغ کړی چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
یوناما وايي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه د دوی شمېرنې ښيي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په ۲۰۱۸ کې د هوايي حملو په لړ کې د ملکیانو تلفات په سلو کې ۲۴ زیات شوي دي.
په ۲۰۱۸ م کال کې ۸۰۴ ملکیان وژل شوي وو.