تاند- سعودي عربستان به که په اوسني ډول اعدامونو ته دوام ورکړي په ۲۰۱۹ کال کې د اعدامونو ریکارډ جوړ کړي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، سعودي تراوسه پورې د روان میلادي کال په درې میاشتو کې ۴۳ تنه اعدام کړي دي.

په سعودي کې تر ټولو وروستی اعدام شوی کس یو سوریه وال و چې د مخدرو موادو د قاچاق په جرم یې د مارچ په ۱۳ سر په توره غوڅ کړای شو.

د سعودي عربستان د اعدامونو بڼه هم خورا وحشیتناکه ده.

راپور وايي، که په اوسني ډول په سعودي عربستان کې اعدامونه دوام وکړي د کال تر پایه به په دې هیواد کې ۱۷۲ تنه اعدام شي چې تر بل هر کال به زیات وي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، تراوسه پورې په سعودي کې ۲۱ تنه د مخدرو موادو د قاچاق په جرم اعدام شوي خو نور د زنا، د اسلام د پرېښودو، خیانت، جاسوسۍ، غلا، قتل، تروریزم او جنسي تېري په تورونو اعدام شوي دي.

سعودي عربستان له دوه زرم میلادي کال راهیسې له چین او ایران وروسته د اعدامونو د شمېر له نظره په نړۍ کې درېم هیواد دی.

چین په ۲۰۱۸ کې ۲۸۵ او ایران ۲۴۹ تنه اعدام کړي وو. ورپسې عراق څلورم او پاکستان پنځم زیات اعداموونکي هیوادونه دي.

One thought on “په سعودي عربستان کې سږ کال د اعدامونو شمېر بې ساری دی”
  1. د طلاق په هکله یوه فقهی- عامیانه اصطلاح کارول کیږی
    مانا
    د ښو کارونو له جملې څخه یو مکروه او نه خوښېدونکی کار ته طلاق وائي
    همدارنګه
    د مکروه او نه خوښېدونکو کارونو له جملې څخه چي ( ښه) بوی ترې راولاړیږی همدا د اعدام حُکم دی
    خو دا ډېره مهمه ده چي د اعدام د حُکم د اجراء په پروسه کی باید ټول حقوقی حساسیتونه په دقیقه توګه وڅېړل شی
    د چین د اعدامونو په هکله د اعدامونو د څرنګوالی توضیح یوه پېچلې مسئله ده خو په ایران او سعودی کی د اعدامونو د قربانیانو د جرمونو څرنګوالی او د هغې حقوقی پروسه د اندېښنې وړ ده
    نن سبا د سیاسی کسانو اعدامول د بشر د حقوقو خلاف کړنه ده خو د یو جنایتکار او وسله وال غله او قاتل او همدارنګه لویو قاچاقبرانو اعدامول نه داچي یو مذموم کار ندی بلکه ډېر ښه کار دی او د انسانی کرامت د سرحداتو د ساتنی پتوګه باید ورته وکتل شی
    د اعدام د مشروع حُکم مخالفین هغه کسان دی کوم چي د وژونکو وسلو فابریکې او ګُدامونه ئې د پیسو د لاسته راوړلو په موخه فعّال ساتلی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *