تاند- د افغانستان د عالمانو شورا غړیو نن له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په جوماتونو، هدیرو، جنازو او پرعامو خلکو برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل دی.
د دیني عالمانو شورا دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د لوګر والي ارسلا جمال د اختر په ورځ په جومات کې ووژل شو. د امنیتی سرچینو په وینا ارسلا جمال ته په قرآنرکیم کې بم اېښودل شوی و.
له ارګ څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د عالمانو شورا دا برید وغانده، ویې ویل:« دا برید چې د لوګر د والي ارسلاجمال د شهادت او یو شمېر نورو مسلمانانو د ټپي کېدو سبب شو او په دغه جنایت سره یې د قرآنکریم سپکاوی او بې حرمتي وکړه او د الله ج د عظیم او مبارک کتاب څخه یې د خپلو شومو هدفونو د ترسره کولو لپاره ناوړه استفاده وکړه، غیر اسلامي او غیر انساني عمل ګڼو.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دیني عالمانو د شورا پرېکړه لیک د دې شورا ویندوی مولوي شهزاده شاهد ولوست. په پرېکړه لیک کې راغلي:« په جوماتونو، هدیرو، جنازو، جرګو او د عامو خلکو د راټولیدو پر مرکزونو باندې برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل او موخه یې د اسلام بدنامول دي.»
د علماوو شورا، د مخالفینو او د جګړې د ټولو خواوو هغه اعمال چې د بې ګناه مسلمانانو د وژل کېدلو او ټپي کېدو سبب کیږي په کلکه غندلي دي.
د علماوو شورا په پرېکړه لیک کې همداراز ویل شوي چې د علماوو شورا یو ځل بیا ير وسله والو مخالفینو غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان د اسلامي دولت او د سولې له عالي شورا سره خبرو اترو ته کیني.
دې شورا له خلکو غوښتنه کړې چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي او هغه چاته رایه ورکړي چې «مسلمان، متقي، پر هېواد مین، د ملت خواخوږی، پر خپلو ژمنو وفا کوونکی، عادل، د مظلومانو ملګری، د دیني او سیاسي بصیرت لرونکی، ښه اداره کوونکی او د اهلیت او لیاقت خاوند وي او هغه چاته له رایې ورکولو څخه ډډه وکړي چې ظالم، غاصب، قاتل، خاین او د غیر اسلامي سابقې لرونکی وي.»
دا په داسي حال کې ده چې وسله والو طالبانو او حکمتیار انتخابات غندلي، هغه یې ډرامه بللي او له خلکو څخه یې غوښتي چې ګډون پکې ونه کړي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان ولسمشر په لندن کې د پاکستان له صدراعظمه وغواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د راتلونکي کال د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره له هلوځلو لاس واخلي.
ولسمشر کرزي له دیني عالمانو سره په کتنه کې د انتخاباتو ترسره کېدا په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د هېواد د پرمختګ مهم وبلل، ویې ویل چې د افغانستان ملت به په دغو انتخاباتوکې د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي .
ده زیاته کړه: «په هغه څه چې ډاډمن یو، هغه دا دي چې د افغانستان ملت په مخ کې یو نیک سفر لري او په یو مثبت لوري روان دی. د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس به د دولت یو منظمه دستګاه او له مخکې څخه تنظیم شوې اړیکې ولري
ee Alimano pa wallah che pa akherat ki ba wa Allah jj ta jawab warkray nan she ghwarre ghwarre khabare kawi che cherta mo nass ghwarr wi halta mo nasta walarra wi
تر هغئ چئ ټولو نه صرف د شعون اسلامئ مولايانو مفکوره تبديله نشئ او روان جهاد ته د فتنئ نوم ورنکړۍ دا بد بختئ چه د مدرسئ نه شروع شوۍ ده تمامه نشئ
تر ځو چه د مدرسئ رول کم او د ښونځئ رول زيات نشئ دا بد بختئ به دوام لرۍ
تر ځو چئ مذهب ځائ جومات او نه سياست نشئ اسلام په تاوان دۍ
تر ځو چه د تاويز ځائ ډاکټر وانخلئ
تر ځو چه د طالبئ محکمه د يوشتمئ پيړۍ عدل او انصاف د عقل او منتق په بنياد او نه د افسانوئ شکل وئي خير مو نشته
پر دیني عالمانو تر هر چا دمخه فرض ده چې په دې هکله خپل نطر به ډیره واضح توګه څرګند کړي او دا کار یې د هماغې او ورته نورو پیښو په وخت څرګند کړای وای. اوس هم د ارګ د غوړو په تمه دا نظرونه څرګندوي. مایوسي خو په دې کې ده چې دوی ته خلک عالمان هم وایي او دا هم په سر سترګو ویني چې د دین په چاړه وچ په ناحقه د نړۍ تر ټولو ښه مسلما نان هر ورځ لکه د قربانۍ پسونه په جوپو جوپو شهیدان کیږي خو دوی نه دا وویل چې دا کار حرام دی او نه یې پر چا د پړې غږ وکړ. د لوګر د والي په شهادت کې خو ډیره ستره ناروا له جومات سره وشوه چې د خدای (ج) کور بلل کیږي او زمونږ د لوی او مقدس کتاب قران کریم سره په لوړه کچه سپکاوی وشو. که په دغو ملایانو کې غیرت وای دوی خو به یو لس کسه را وتلي وای او مخکې له دې چې ولسمشر یې ور وغواړي دوی به په خپله همت کړای وای.
البته چې دلته سهوه ونه شي، زما مطلب هغه ملایان دي چې په همدې نوم غټې، غټې تنخواوې اخلي او ځانونه یو او بل ځای د ټیکه دارانو په شان تر همدې لوحې لاندې مخکې کوي او کیدای شي چې همدغو کسانو څه موده مخکې د زرګونو د وژلو فتوا ګانې هم ورکړي وي او دا غریب او بې سواده ولس یې دې ته هڅولی وي چې خپل مټ وزر او خپل لوستی اولاد د دوی په غلطو لارښوونو تباه کړي او دا وطن د تباهۍ دومره ژورې کندې ته ور واچوي چې اوس یې ټوله دنیا خولې، خولې کړی ده او را اوچتولی یې نه شي.
خو که اوس هم په سمه لاره روان شي او خپل راتلونکي نسلونه له تباهۍ څخه بچ کړي، بیا دې خدای پاک توفیق ورکړي او په زړونو دې یې خدای رڼا ننه باسي. که څوک ریا کوي او منافقت کوي خدای پاک دې په دې دنیا اول وشرموي تر څو دا پلمه هم ور ورکه شي چې خاته مخطوره ده.
خدای پاک دې زمونږ ولس ته پوهه او زغم ورکړي او دښمنانو ته دې هدایت وکړي ترڅو زموږ دا شهید ولس د ایران د اخوندانو په شان بیا بیا شهید نه کړي.
په درناوي
جناب کلیرصیب اسلام اولہ ورزقانون جوڑکڑی دی ھغہ ترقیامتہ دوام لری کہ داسی نہ وای خدای بہ ۲۱پیڑی تہ جلانبی اوقانون رااستولی وی
د افغانستان او اسلام دښمنان تل کوشش کوی چی په افغانستان کی د سولی د راتلو مخنیوی وکړی او له بلی خوا دوی داسی زهرجن تبلیغات کوی چی د افغانانو تر منځ نفرت او خشونت ترویج کړی . که څوک لږ د خیر وړاندیز وکړی نو بیا د آی اس آی جاسوسان په ګوډه ماته پښتو او اردو رسم الخط په هغوی د کفر ټاپه لګوی . مونږ افغانانو ته په کار ده چی د مغرضو او افغان دښمنو اود اسلام مخالفینو او منافقینو په خوله خپل هیواد وال ونه وژنو ، خپل هیواد نور تخریب نه کړو او د دوی پرضد سره یو او یو ودان او اسلامی افغانستان جوړ کړو. البته دلته له بل هر اسلامی هیواده زیات د اسلام دین قایم دی او هغوی چی مونږ ته اوس سیاسی او تقلبی اسلام را صادروی زمونږ نیکونو د سلطان محمود غزنوی او بیا د احمدشاه ابدالی په وختو کی دوی د اسلام مقدس دین باندی مشرف کړی دی. د هغوی د کورنیو چارو وزیر لا تر اوسه د اخلاص سورت چی صرف څلور آیته شریف دی ندی زده نو د هغوی ګوډاګیان به مون ته څه ډول اسلام را وښیی.
پاته دی نه وی چی د عالمانو شورا دا پیشنهاد ډیر پرځای دی چی وایی هغه چا ته رایه ورکړی چی – «مسلمان، متقي، پر هېواد مین، د ملت خواخوږی، پر خپلو ژمنو وفا کوونکی، عادل، د مظلومانو ملګری، د دیني او سیاسي بصیرت لرونکی، ښه اداره کوونکی او د اهلیت او لیاقت خاوند وي او هغه چاته له رایې ورکولو څخه ډډه وکړي چې ظالم، غاصب، قاتل، خاین او د غیر اسلامي سابقې لرونکی وي.»
زمونږ هیواد وال د کورنیو جګړو عاملین او د مځکو غاصبین ښه پیژنی او هیڅکله به هم هغه چاته چی منافق او قاتل وی رایه ورنه کړی. دا ځل به افغانان هغه چاته رایه ورکړی چی سیاسی بصیرت ولری او پر خپلو ژمنو وفا وکړی.
اوښتونه وروره بئ د شکه چه اسلام عبدۍ دين دۍ مګر د دهغه دين نه اوس هر ځوک د خپلو موخو لپاره استفاده شروع کړۍ او هره نارواه ته د رواه نوم ورکوئ الله پاک په قران کښۍ هځکله هم نه وو وئيلئ چه ارسلا رحمانئ د د جومات کښۍ د قران په منځ کښۍ بم په واسته سره د نورو بئ ګناهو لمونځ کونکو سره ووژنئ مګر د چنګړۍ طالب د نظره دا کار ځکه روا دۍ چه هغوئ د يو روايت په اساس وائي چه يو اصحابئ چه نوم يئ ـ ماته ـ اوس راياد نه دۍ وئيلئ دۍ چه که ـ کافر ـ په جومات کښۍ قران په سر کښۍ نيولئ وئي هم مرګ يئ روا دۍ اوس ځومره مسلمانان داسئ نه دۍ چه د جومات د حورمت او عزت لپاره خپل د خپو بوټان د باندۍ وباسئ يو واقعئ مسلمان د چا د مرګ يا د جومات او قران بئ حرمتئ فکر هم نشئ کولئ مګر د اسلام ټيکه دار طالب اوس دا روا کنړۍ
نو اوس ځوک راشئ او دا سپينه کړۍ چه ځه روا دۍ او ځه نارواه ځکه چه د اسلام ټيکه دار د پيغمبر وارسينو ټاپه په لګولئ ده چه دا نارواه عمل روا دۍ نو ده چا مچال شته چه ځوک پکښئ شش پنج وکړۍ
نو ده دهغه مشکل جړ اصل کښۍ سياسئ اسلام دۍ چه جومات نه يئ د سياست لپاره استفاده کړۍ ده جومات بايد چه خپل کار وکړۍ او هغه دا چه مونږ په دين پوه کړۍ او دولت دارۍ چه په اوسنئ وقت کښۍ د مولا طالب کار نه دۍ بايد چه هغه ځوک وکړۍ چه د اوسنئ پيړۍ په علم او پوه سنبال وئي
ملا یان اما ما ن رښتیا چه ددین ستو ن فقرات دی کوم اما مان کو ملا یان ؟ هغه ملایان چه دقیامت له ورڅی ویره لری ژبه بند اندامونه شا هدی ورکوی هغه ملا یان چه دڅا ن په ګټه فتوا صا دروی انتهاری روا بولی اوخپل توغندی چه په ملیونو انسا نا نو ژوند ی تباه کړی روا بولی جهنمیا ن دی دخای او رسول لاره نهی او منکر درته معلوم بیا هم حقیقت نه وای زموږ ملایان ګمراه شویدی دبنده په واک دبنده په فرما ن روان دی نو پورګار به زما راضی وی یا ملایا نو