زلمی خلیلزاد

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن /سې شنبه/ وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي د افغانستان په ګډون ۷ هیوادونو ته سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د هلوځلو په لړ کې د افغانانو ترمنځ د هراړخیزو خبرو لپاره د ټولو افغان خواوو د رایوځای کولو په هدف د مارچ له ۲۵ څخه د اپریل تر ۱۰ پورې افغانستان، بریتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، زلمی خلیلزاد به په کابل کې د افغانستان د حکومت له مشرانو او نورو افغانانو سره د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه وږغېږي او هغوی به د یوه پراخ مرکچي پلاوي جوړولو ته وهڅوي.

دا وزارت وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به له افغان مشرانو سره د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو د راتلونکي پړاو په اړه سلا مشورې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خلیلزاد د پنځم پړاو خبرو په اړه د افغانستان حکومت ته معلومات ورنه کړل چې د افغانستان د حکومت له توند غبرګون سره مخامخ شو.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې ځانګړی استازی به یې له متحدو او شریکو هیوادونو سره د سولې د خبرو د حالت او په افغانستان کې له سولې او پرمختګ سره د نړیوالې ټولنې پر دوامدارو ژمنو او همږغۍ خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې خلیلزاد لومړی کوم هیواد ته ځي او په قطر کې له طالبانو سره بل پړاو خبرې کله پیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *