سپین سری باز
Bald eagle
په انګرېزۍ کې (bald) پک یې بې وېښتو ته وایي. د متحده ایالتونو ملي مرغه ده او د شمالي امریکا یکي یو باز ده له دې پرته بل کوم ډول نلري، د ډول علمي نوم یې (Haliaeetus leucocephalus) ده. د سمندر باز ګڼل کیږي او د لویو سیندونو او بندونو غاړو کې ژوند کوي. نر ېې تر ۹۰ سانتي متره (۳۶ انچه ) پورې اوږدوالی لري او تر ۲ متره پورې ېې وزرونه پراخیږي, ښځه ېې تر نر زېاته غټیګي. د ښځې اوږدوالی ېې تقریبا تر ۱۰۸ سانتي متره (۴۳ انچه) پورې رسیږي او تر دوه نیم متره پورې ېې وزرونه پراخیږي. دواړه جنسونه ېې سپین سر، سپینه لکۍ لري. د تنې رنګ ېې تېز نصواري ده. سپین سري باز ته په انګرېزۍ کې پک باز نوم ځکه اخلي چې سر یې سپین ده او داسې ښکاري لکه چې بې وېښتو وي.
 
خپله ځاله په لوړو ونو کې له وچو لښتو او یا د هغو ډبرو په لوړه څوکه کې جوړوي چې له اوبو سره نږدې وي. د ځالې کچه ېې تقریبا ۱۵۰ سانتي متره پورې پراخه وي. دوه یا درې هګۍ کوي او هګۍ یې په یوه میاشت کې په بچیانو بدلیږي. دواړه نر او ښځه په نوبت سره په هګیو کیني او دواړه د خپلو بچیانو په تغذیه کولو کې ونډه اخلي. د وړو بچیانو رنګ یې نصواري، د لکۍ رنګ یې سپین او په وزرو کې سپینې کرښې لري خو په لکۍ او سر کې یې کره سپین رنګ تر څلور یا پنځه کلنۍ مخکې نه را څرګندیږي.
 
د اوبو له سطحې کبان په خپلو پنجو کې رانیسي او د کبانو موندلو لپاره ځینې وخت هغه سمندري مرغان تعقیبوي کوم چې کبان خوري. ځینې وخت د کب ښکار کوونکي مرغه (osprey) کبان هم پټوي. د کبانو تر څنګ په وړو تی لرونکو، نورو مرغانو، مارانو، هر ډول چنګاښ هم برید کوي او په مردارو شو ژو هم ځان تغذیه کوي.
 
په ۱۷۸۲ کال کې دامریکا ملي مرغان اعلان شول چې په دې وخت کې ېې تعداد تقریبا سلګونه زره وو. په ورستیو دوه پیړیو کې ېې تعداد په کافي اندازه کم شو او د کموالي لامل ېې د انسانانو لخوا د سپورت او نورو چارو لپاره ښکار کېدنه وه. د ۱۹۱۷–۵۲ کلونو تر منځ یوازې ښکاریانو له ۱۰۰۰۰۰ زېات مړه کړل. په کال ۱۹۴۰کې قانون تصویب شوو او د دې مرغانو مړه کول جرم وګڼل شو. په ۱۹۸۰ کې د دې مرغانو تعداد بیا ځلې په ځنګلنو کې زېات شو. تر دې مخکې د دې مرغانو نسل له منځه تلونکي ښودل شوی وو خو په ۲۰۰۷ کال کې له سور نوملړ څخه سپین سري باز نوم لرې کړای شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *