Mango
علمي نوم ېې (Mangifera indica) ده. د کاشیو (cashew) غړی ده او د کورنۍ نوم ېې اناکاردیا سیای (Anacardiaceae) ده. د استوایي سیمې تر ټولو زېاته کرل شوې میوه ګڼل کیږي. د ام اصلي ځای په شرقي اسیا کې میانمر (برما) او د هند اسم ایالت ( Assam state of India) ګڼل کیږي. ام د ویټامین A, C او D غني سرچینه ده.
ونه ېې کال ۱۲ میاشتې شنه وي، لوړوالی ېې له ۱۵ تر ۱۸ متره پورې رسیږي؛ پاڼې ېې تر ۳۰ سانتي متره پورې رسیږي؛ واړه بوي لرونکي ګلابي ګلان لري او د خوشې یا غنچې شکل کې وده کوي او ځنې غنچې ېې دواړه نر (stamens) او ښځینه (pistils) برخې لري خو ځنې یوازې نر برخه لري. میوه ېې په ځانګړنه او کچه کې خورا زېات توپیر لري. د میوې شکل ېې هګۍ ته ورته، زړه ته ورته، او یا ګرد وي. تر ټولو واړه ېې د الو په اندازه دي او تر ټولو غټ ېې له ۱ تر ۲.۳ کیلو ګرامه پورې وزن لري. ځنې ډولونه ېې سور او شین, سور او زېړ رنګ لري او ځنې ډولونه یوازې شین رنګ لري له پخېدو وروسته ځینې ډولونه زېړ رنګ ته بدلیږي.
د ام کرنه د خاورې کوم ځانګړي ډول ته اړتیا نلري خو وچ موسم ېې د ونې لپاره اړین ده تر څو ام ته وده ورکړای شي. په کومو سیمو کې چې باران زېات وریږي د ام ونه یو ډول فنګسي ناروغۍ باندې اخته کیږي چې د چې د انتراکنوز(anthracnose) په نامه یادیږي او کنټرول کول ېې اسانه چاره نده. د ونې خپرونه ېې د پیوند له لارې کیږي. ام په هند کې د هندیانو له مذهب سره ډېر نږدې تړاو لري او په خپلو مذهبي مراسمو کې ام کاروي. د بودا د مجسمې انځور ېې د ام په یو باغ کې درولی تر څو بودا د ام د بوټي د سوري لاندې ارام وي.