د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

په زرګونو اروزګاني ځوانانو، مشرانواو د مدني ټولنو فعالانو دیوې پراخې غونډې په ترڅ کې د اسلامي شعائرو او مقدساتو سپکاوی په ځانګړې توګه  د اختر په ورځ د لوګر په  والي ارسلا جمال یې تروریستي برید په کلکه وغندلو.

دغې غونډې ته چې له مرکزاو ولسوالیو څخه په زرګونو ځوانانو او قومي مشرانو ګډون کړي وو اروزګان والي امیرمحمد اخندزاده د وینا په ترڅ کې وویل یو شمیر هیوادونه غواړې په قصدي توګه اسلامي شعائراو مقدسات سپک او ورڅخه ناوړه ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه دغه کړنې هغه څوک ترسره کوي چې د هغه چاغلامان وي چې په اسلامي شعائرو او مقدساتو اعتقاد نلري، آخندزاده اروزګاني ځوانان یووالي ته راوبلل او د هیواد د سولې او ثبات په برخه کې یې د ځوانانو رول ډیر مهم وباله.

د اروزګان ولایت د ولایتي شورا رییس امان الله هوتکي هم د خبرو پرمهال وویل چې داسلام دښمنانو یو ځل په سنت لونګوټه بیا د عبادت ځایونه  (مسجدونه) او اوس آن زمونږ له مؤمن به کتاب قرآن کریم چې ټولو مسلمانانو پرې ایمان راوړی ناوړه ګټه اخلي.

یو شمیر ځوانانو هم په خپلو خبرو کې د اسلامي مقدساتو سپکاوی په کلکه وغندلو او دسولې او ثبات راستلو په برخه کې یې له خپل دولت سره پوره ملاتړ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې ځوانانو د آزاداو رایو په استعمالولو سره د اروزګان ولایت لپاره ورزشي آمر وټاکه یاد آمریت ته دوو تنو ځوانانو استاد نظرجان او استاد قدرت الله ځانونه کاندید کړي وو چې په پایله کې استاد قدرت الله د ډیری رایو په ګټلو سره وتوانید دغه بست ترلاسه کړي.

عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *