Alfalfa weevil

د رشقې ویول چې علمي نومې ېې هاپېرا پوستیکا (Hypera postica) ده، د کورنۍ نوم ېې کورکولیونیدای (family Curculionidae)، د فصل لپاره یو افت ګڼل کیږي، د ډلې نوم ېې کولیوپتېرا (order Coleoptera) چې لاروای بچیان ېې ېې فصل له منځه وړي او اصلي ځای ېې اسیا ده. په ۲۰ پېړۍ کې دا ویول له اروپا نه متحده ایالتونو ته انتقال شوي چې اوس د ټولو ۴۸ ایالتونو د شوتلو په پټیو کې پیدا کیږي. د غټ رنګ یې نصواري تور رنګ ته ورته ده؛ نری بدن لري؛ تر درې ملي متره پورې اوږدوالی لري. خپل پوز باندې ځانته غارونه کندي او بیا په دې غارونو کې هګۍ کوي. هګۍ په مني کې کوي او تعداد ېې له ۶۰۰ تر ۸۰۰ پورې وي. هګۍ ېې په پسرلي کې په لاروا بې پښو بچیانو (legless larva) باندې بدلیږي او شین رنګ لري، په ملا ېې تور خاپ یا نښان ښکاري. په امریکا کې ېې لاروا بچیان د جون او اګسټ میاشتې کې پوره وده کوي او د افت ضد کیمیاوي توکي په فصل کې هغه وخت شیندل کیږي چې کله د دې افت نسل پوره وده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *