ویلیمز جېمز فاریر
William James Farrer
د اپرېل په ۳ نېټه، کال ۱۸۴۵، د انګلستان د کېنډل سره نږدې په وېسټ مور لنډ سیمه کې زېږېدلی او د اپرېل په ۱۶، کال ۱۹۰۶، د استرالیا په اېن اېس ډبلیو کې مړ شوی.په انګستان کې پېدا شوی استرالیایی د کرنې څېړونکی چا چې د غنمو څو ډولونو ته چې له وچکالۍ او زنګ سره ېې مقاومت لره وده ورکړه. په استرالیا کې ېې د غنمو کرنه پراخه کړه.
 
فارېر په کال ۱۸۷۰ کې د استرالیا استوګن شو. په کال ۱۸۷۵ کې د نیو سوت ویلز (New South Wales) د ځمکې په بخش کې د سروې کوونکي په توګه په دنده وګمارل شو. په دې دنده کې له ۱۱ کالو تېرولو وروسته تقاوت شو او له غنمو نسل اخستنه کې ېې ازموینې پېل کړې. په کال ۱۸۹۸ کې د (The New South Wales agricultural department) لخوا د غنمو ازموینکی وګمارل شو. د غنمو له ازموینو وروسته ېې پایله د ۱۹۰۲–۰۳ کلونو تر منځ د استرالیا بزګرو ته وسپارل شوه. وروسته ډېرو نورو د غنمو ازمویونکو هم د فارېر طریقې وکارولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *