میرویس جلالزی- ګڼ شمیر خلک د هغو ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کوي چې په بیلا بیلو دلایلو ل د هیواد په ګوټ ګوټ کې تړل شوي دي.
که څه هم پر ښوونځیو بریدونه دوام لري خو بیا لهګواښونو او ویرې سره سره نجونې او هلکان ښوونځيو ته روان دي.
په افغانستان کې ډیری زده کوونکي د خپل سر په بیه ښوونځیو ته ځي، ښايي له کوره تر ښوونځي دا سفر د هغوی د ژوند وروستی ورځ وي.
د ملک په یو شمیر سیمو کې زورپالو ګڼ ښوونځي، چې د پوهنی وزارت یې شمیره د ۵۰۰ او ۶۰۰ تر منځ ښیې، تړلي دي.
د دې تر څنګ پر نجونو زده کونکو د زهرجنو ګازونو استعمال یوه بله لویه ننګونه ده چې نن سبا یې د پوهنې نظام له ستونزو سره مخ کړی دی.
خدیجه د کابل په لویدیځه څنډه کې د څلورم ټولګي زده کونکې وه چې ښوونځی یې طالبانو په بمونو والوزاوه خو دې ثابته کړه چې تر خپلو دښمنانو غښتلې ده .
هغه وایي د نجونو زده کونکو یوه لویه ستونزه دودونه دي او ډیری نجونې له همدې امله نه شي کولای لري ښوونځيو ته ورشي.
خدیجه وایی:« اوس دوهم ټولګي کې یم خو غواړم دولسم ټولګي ته لاړه شم او خپله هیله پوره کړم، زموږ په سیمه کې خلک په نجونو پوري خاندي چې ولي ښوونځیو ته ځي، ډیری کورنۍ نجونې نه پریږدي چې لويې شي او ښوونځيو ته لاړی شي.
د پوهنې وزارت وايي په ټړلو ښوونځیو کې په ټولیزه توګه شاوخوا شل زره زده کونکو زدکړې کولي، او ډیری دغه ښوونځي د نجونو ول چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته پرانیستل شوي ول.
د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې په ۹۰ سلنه ښوونځیو په هغو سیمو کې بریدونه شوي چې د ولایتونو له مرکز څخه په څه نا څه لري واټن کې پراته دي او هلته د حکومت واکمني هم کمزورې ده .
د یونسف او پوهنی وزارت د راپورونو له مخې په ۲۰۱۰ کال کې په ښوونځیو ۷۰۰ بریدونه شوي ول په داسي حال کې چې دا شمیره په ۲۰۱۱ کال کې ۲۸ او په ۲۰۱۲ کال کې ۷۰ ته رسیږي.
د اروزګان ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پکې ډېر شمېر ښوونځي پکې تړلي دي.
د ترینکوټ ښار ته څیرمه د پالوچ د کلي اوسیدونکی میراجان د خپل منځنۍ ښوونځي کیسه په خبرو کې داسي کوي.
((اوس دا ښوونځی بند دی، څو کاله ورسره موسسو مرسته کوله، خو اوس تړل شوی دی، زموږ ماشومان له زدکړو پاتي دي، هغوی باید ښوونځي بیرته پرانیزي دولت یې باید راته پرانیزي دا خو لویه بدبختي ده)).
د پوهنې وزارت چارواکي وايي د پوهنې دښمنان بیریږي که چیرته هلکان او نجونی زدکړي وکړي نو هغوی به له خپلو انساني حقونو خبر شي او ښه او بد به وپیژني.
د پغمان ولسوالۍ یوې اوسیدونکې بیا راته وویل چې ۵ لوڼې لري او ټولې يې ښوونځي ته شاملې کړي دي.
هغه وايي چې که چیرته د دغه ښوونځي نجوني فارغانې شي نو ښايي دا په تیرو څه باندي دوو لسیزو کې د با سوادو نجونو لومړی نسل وي.
((زما پینځه ماشومان دي ټولې ښوونځي ته ځي، نو دا به ښه وي چې هغوی تعلیم وکړي او په هر څه ښه او بد باندي پوه شي)).
هغه وایي تیر کال څو ځله طالبانو دوی ته شپې پاڼې واچولي، ښوونکي او زده کوونکي يي وګواښل چې ښوونځيو ته دې نه ورځي، خو ښځې اونجونې د هیواد راتلونکی دی، هره ورځ ښوونځيو ته راځي او دا ګواښونه بابیزه ګڼي.
ملګروملتونو له افغان حکومت او ناټو ځواکونو څخه غوښتي چې د ښوونځیو د خوندي توب لپاره ډیرې هڅې وکړي په خاصه توګه هغه وخت چې په ۲۰۱۴ کال کې بهرني ځواکونه له افغانسان څخه وځي.