Rice
د نشایسته لرونکې غلې دانه ده. د کرنې ۹۵% حاصل ېې د انسانانو د خوړو په توګه کاریږي. وریجې چې علمي نوم ېې ( Oryza sativa) او د کورنۍ نوم ېې ګرامیني یا ګرامینیا (Gramineae) ده د نړۍ تر ټولو زېاتو تولیدېدونکو غلو کې دویمه زېاته تولیدونکې غله ده. د اسیا په ټولو برخو کې اساسي خواړه دي. له غنمو سره ېې کرنه توپیر لري غنم چې په ماشین کرل کیږي او رېبل کیږي له دې پرته په ډېرو پراخو ځمکو ېې تخم شیندل کیږي مګر وریجې د شولو په ډېرو وړو پټیو کې په لاس کرل کیږي او رېبل کیږي. له تېرو لسګونو پیړیو تر اوسه ېې د کرنې په طریقه کې ډېر کم بدلون راغلی. د شولو پټي ېې له اوبو ډکیږي معمولا د اوبو لوړوالی ېې تر ۱۵ سانتي متره (۶ انچه پورې) وي او د ریبلو له وخته لږ مخکې دا اوبه تخلیه کیږي چې کله پټي وچ شي نو بیا ریبل کیږي. ډېری وریجې د کرنې په سیمه کې د خوړو لپاره کرل کیږي او ځنې ډولونه ېې د سوداګرۍ لپاره خلک مارکیټ ته وړاندې کوي. د الکول لرونکو مشروباتو په تولید کې هم کاریږي لکه د جاپان سېک (sake) الکول. د نهار غلې (breakfast cereal) په تولید کې هم کاریږي.
د وریجو د نبات قد تر ۱.۲ متره پورې لوړیږي. ګلان ېې له سنبلچې (spikelets) جوړشوي له کوم چې وریجې تولیدیږي. په ډېرو کلتورنو کې د وریجې کرنه له ډېره پخوا دود ده لکه په چین، هند او سویل ختیځې آسیا کې. خو لرغوني اثار ښي چې تر ټولو پخوا په مرکزي او شرقي چین کې کرل کېدې. دغه موندل شوي اثار تقریبا د زېږون کال څخه ۷۰۰۰–۵۰۰۰ وړاندې تر منځ پورې پخواني دي. حاصل شوې غلې ته ېې شولې (paddy) وایي. د میل کېدو پروسه کې ېې پوستکی (bran) ورڅخه جلا کیږي؛ له میل کېدو وروسته تالک (talc) یا ګلوکوز ورکول کیږي تر څو ځلېدونکې شي. نصواري یا یو ډول شډلې وریجو (brown rice) کې ۸% پروتین، کمه اندازه شحم یا غوړ (Fat) او د تیامین (thiamine)، نیاسین (niacin)، ریبوفلاوین (riboflavin)، د وسپنې، کلسیم سرچینه ګڼل کیږي. سپینه وریجه کې تیامین او منرالونه خورا کم وي او که د نورو غلو پر ځای پر له پسې وخوړل شي د بیریبیري (beriberi) ناروغۍ لامل ګرځي کومه چې د تیامین له کموالي پیدا کیږي. تر ټولو زېات د وریجو تولیدونکي ملکونه چین، هند، جاپان، بنګله دیش، اندونیزیا، تایلنډ او میانمر( برما ) دي.
