تاند- په اروپا کې به تر ۲۰۲۲ پورې ټول موټرونه، بسونه، لارۍ او نور د سرعت لمیټ یا حد ولري.

د هغې لایحې له مخې، چې تېره شپه په ستراتسبورګ کې د اروپايي اتحادیې کمیسیون تصویب کړه، ټول نقلیه وسایل باید د خوندیتوب لپاره د سرعت لمیټ ولري.

دا وسیله یا تور بکس، چې (Intelligent Speed Assistance) نومېږي، له جي پي ایس څخه په استفادې د موټرو د سرعت حد تعینوي او نه یې پرېږدي چې پر لارو له ټاکل شوي سرعت څخه تېز لاړ شي.

دا وسیله به په درو کلونو کې په ټولو موټرو کې نصب شي او نوي موټر به مخکې تر مخکې دا وسیلې لري.

د اروپايي کمیسیون په تصویب شوې لایحه کې په موټرو کې مرستندوی سیستم هم لازمي شوی دی. دا سیستم مرسته کوي چې موټر په لاره پلي کسان او بایسکل تشخیص کړي او په اتومات ډول ورته ودرېږي.

اټکل کېږي چې د سرعت د محدودیت سیستم به ترافیکي پېښې په سلو کې ۳۰ کمې کړي. د دې معنا دا ده چې په لومړیو ۱۵ کلونو کې به د دې سیستم له برکته د ۲۵ زره انسانانو ژوند وژغورل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *