کاتېرپیلار – د پتنګ او شاپېرک لاروا بچیان

Caterpillar

په لېپیدوپتېرا ډله (Lepidoptera) کې د شاپېرک او پتنګ لاروا بچیانو ته کاتېرپیلار وایي. ډېر کاتېرپیلار استوانه اي بدن لري چې مختلفې برخې پکې موجودې وي: د سینې لاندې درې جوړه پښې لري، څو جوړه لنډې پښې د خیټې لاندې لري، سر یې شپږ وړې سترګې په دواړو خواو کې لري چې د ستېماتا (stemmata) په نامه یادیږي کومې چې د رڼا د لټون لپاره کاروي خو د توکو انځور ته جوړښت نشي ورکولای. واړه انتنونه یا ښکرونه لري، او ځواکمنې ژامې لري. په دې ډله کې ډېرو کاتېرپیلار ته د چونجي نوم اخیستل کیږي لکه پوځي چونجی (armyworm)، ورېښمین چونجی (silkworm)، کچه کوونکی چونجی (measuring worm).
کاتېرپیلار د ډېرو خوړو خوړلو له امله نامتو دي. معمولا د مختلفو ونو پاڼې خوري خو ځینې ډولونه یې حشرې یا واړه حیوانات خوري. کوم چې پاڼې خوري کولای شي د ښکلا ونوته، د سختو لرګیو ونو ته، د میوې ونو او نورو بوټو ته سخت زېان واړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *