سیکادا ملخ
Cicada
د کورنۍ نوم یې سیکادیدای (family Cicadidae) ده. دا حشرې غږ کوي. د ډلې نوم یې هوموپتېرا (order Homoptera) ده. غشایي وزرونه (membranous wings) لري، درې ساده سترګې چې اوسېلي (ocelli) ورته وایي او ترکیب شوې سترګې (compound eyes) لري. د بدن کچه یې توپیر لري له ۲ تر پنځه سانتي متره پورې اوږده شته دي. نر یې چې کله غشایي ټېمبلس (membranes timbals) کوم چې خېټې سره دي ولړځوي یو ډول غږ تولیدوي. خپلې هګۍ د لرګي لرونکي بوټي په نسج کې کوي او کله چې په بچیانو بدلې شي له بوټي بچیان لاندې رالویږي. واړه بچیان یې په ځمکې کې کنده باسي تر څو د څو کلنو بوټو (perennial plants) له ریښو ځان تغذیه کړي. دا حشرې زېان رسونکی افت نه ګڼل کیږي خو که تعداد یې ډېر وي نو د هګیو اچولو پر وخت ځینې بوټو ته زېان اړولی شي. بشپړ وده په څو کاله کې کوي. تر اوسه یې ۱۵۰۰ ډولونه پېژندل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *