Brush-footed butterfly
د کورنۍ نوم یې نیمفالیدای (family Nymphalidae) ده او څلور پښی کمبلی یا شاپېرک (four-footed butterfly) هم ورته وایي. په دې شاپېرکونو کې ټول هغه ګروپونه شامل دي چې په لېپیدوپتېرا ډله (order Lepidoptera) کې شامل دي. پښې یې وېښته لري او بورس ته ورته دي. څلور داسې پښې لري چې قدم پرې وهلی شي په دې مانا چې پښې یې فعالې دي. د ډېرو ډولونو د وزرونو پراخوالی یې د ۳۵–۹۰ ملي متره تر منځ ده. د وزرو رنګ یې زېړ، سپین یا نصواري وي او په دې رنګ کې نور خاپونه یا ټاپي لیدل کیږي.