Bollworm
د مختلفو پتنګانو (moths) لاروای بچیان دي, د ډلې نوم یې لېپیدوپتېرا (order Lepidoptera) او په دې کې ګلابي بورا یا پېکتینوفورا ګوسیپیلا (Pectinophora gossypiella) او ځینې هیلیکوېرپا (Helicoverpa) ډولونه هم شامل دي. په مختلفو نباتونو برید کوي خو لاروای بچیان یې د پنبې غوزې ته زېان اړوي. له پنبې پرته په نخودو (peas)، رشقې (alfalfa)، لوبیا (beans)، سویابین لوبیا (soybeans)، کتان (flax)، ممپلي (peanuts) او نورو سوداګریزو فصلونو باندې هم برید کوي. د کنټرول لپاره یې بیولوجیکي طریقې یا میتودونه کاریږي لکه جال یا دام ته ورته ځانګړتیا لرونکي واښه، طبیعي پرازیت، ژر رسېدونکې کرنه، یا هم حشره وژونکي کیمیاوي توکي.