راپور: سېدالرحمن ویال – د هلمند زیاتره اوسېدونکي وايي چې د سلام شبکې ټکنيو فعالیتونو ورته سر خوږی جوړ کړی او که دوام وکړي؛ لېرې نه ده چې له دې شبکې لاس واخلي.

وسله والو طالبانو په تېرو کالونو کې په ځلونو د هلمند خصوصي مخابراتي شرکتونه ګواښلي او ډېر وخت یې د دوی پر فعالیت بندیز لګولی دی، په عین وخت کې سلام مخابراتي شبکې لښکرګاه ښار کې فعالیت کاوه، چې ټول ښاریان پرې ورمات شول؛ سلام بازار پیدا کړ، خو له دې سره په عین وخت کې خلکو د دې شبکې د ټکني فعالیت په اړه هم شکایتونه پیل کړل او اوس د هلمند اوسېدونکي وايي چې د سلام شبکې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه له هېڅ سره برابر دي او په ورځ کې څو ځله بېخي کار پرېږدي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویندوی سایر ځلاند په هلمند کې د سلام شبکې ستونزې تایید کړې خو ویې ویل:

«موږ د سلام شبکې د پراختيا لپاره په نوي کال کې ۵۰۰ تازه انتنونه په پام کې نيولي، خو تدارکاتي پروسه يې نهايي شوې نه ده او تمه ده چې نږدې ورځو کې دا مشکل حل شي.»

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر تېره اونۍ په یوه راپور کې ویلي و چې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس او د همدې وزارت له وزیر سره په هلمند کې د سلام مخابراتي شبکې د ټکني فعالیت په اړه اندېښنه شریکه کړې او ترې غوښتي یې دي چې دې ستونزې ته باید دایمي حل لاره وموندل شي.

د راپور له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ وزیر ویلي چې د نوري فایبر لین ډېری وختونه په غزني ولایت کې پرې کېږي.

راپور زیاتوي، وزیر له والي سره ژمنه کړې چې د دې ستونزې د هواري په موخه به لاس په کار شي او هڅه به وکړي چې د هرات د ادرسکن څخه هم هلمند وصل کړي. خو په دې یوه اونۍ تېرېږي او له دې وروسته د سلام شبکې فعالیتونه نور هم ټکني شوي.

سلام شبکه د افغانستان دولت تمویلوي،امکانات او کارکوونکي هم لري، نو بیا یې خدمتونه ولې دومره په ټیټه کچه او خراب دي. د دې پوښتنې په ځواب کې مدني فعال عبدالولي پتیال وویل، دولتي کارکوونکي زیاتره د ظوابطو پرځای په روابطو ګمارل کېږي او همدا وجه ده چې دوی کار نشي کولای. پتیال همدارنګه د غیر ملسکیتوب ستونزه هم یاده کړه، ده وویل چې په دې برخه کې په لوړه او ټيټه کچه ډېری کارکوونکي غیر مسلکي دي. کار چې اهل کار ته ونه سپارل شي، پایله یې حتمي همدا ده.

مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه اوس د بشر له سترو اړتیاوو څخه بلل کیږي، خو دلته پر ټولو بشري اسانتیاوو د جګړې د منفي اغېزو له وجې خلک د مخابراتي خدمتونو په ارمان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *