چې مړه شي ژبې یې ګویا شي، اوس پدې فکر په کار دی، چې دا هم د عجایبو پدې هېواد کې معجزه وګڼل شي او که عادي خبره؟

د غرونو اوسپنیز سړی، د سولې سپینه کوتره، د ابادۍ سالار او قوماندانان ټول داسې نادرې وغږوي، چې له مرګ وړاندې او له مرګ وروسته ژوند سره یې ځمکه او اسمان توپیر لري.

چې داسې ښکلې خبرې یې کولای شوې، نو مړه کېدل یې هم لویه غمیزه ده، ځکه دوی خو باید تل ژوندي پاتې شوي وای، ددې ښکلو ویناو ښکلو خلکو ته دا وطن ډېر ضرورت درلود.

له مرګه پس د مړو شویو رهبرانو او مشرانو ژبې د ښار په څنډو کې په لویو لوحو، تلویزیونونو، سوداګریزو اعلانونو او د حزبونو په سرمشقونو کې داسې ګویا شي، چې ملي دوی شي، منلي دوی شي او فاتحین هم دوی شي.

داسې نادرې ویناوې پسې لیکل کېږي، چې په ټول عمر کې یې کله هم ترې د څرک بوی ونه لګېد، خو نن ګویا له قبره خپلو پلویانو ته الهام کوي او خپلې پخې تجربې بیانوي.

د ښه او بد ترمنځ د توپیر کرښه ړنګه شوې او هر چا چې پخپل رهبر پسې په لویو بورډونو څومره لویې خبرې ولیکلی شوې هومره نیک او جنتي دی.

د ډاکتر درمل خبره د ښار په بې ژبې دېوالونو د هر فاتح، خدمتګار او قاتل پس له مرګه ګویا شوې ژبه یو شان ارزښت لري، هره ورځ سلګونه ښاریان په پټه ژبه دا ویناوې زمزمه کوي، خو په ژوند کې یې د ذرې هومره اغېز نشي کولای.

دا پروژې همداسې نور هم غځېدلی شي، ځکه چې په ازاد بازار کې ښاروالۍ ددې لویو لوحو پرسر پدې شعارونو زرګونه ډالره ټولوي او د ولسي خدمت لپاره خو دا پیسې ډېرې مهمې دي.

دې ښاغلو ته نه په ژوند څوک نږدې ورغلل او نه له مرګ وروسته. د ژوندي ساتلو لپاره یې که شل وسله وال مقرر ول، له مرګ وروسته یې د ویناو د لوحو ساتلو لپاره دېرش مقرر شوي، خود له مرګ وروسته مهم دي.

چې له دې خولو د افغانستان د سوکالۍ، سولې او ازادۍ داسې چیغې وتلې، نو فکرونه به یې څومره د پاللو او سپېڅلي وو؟

دلته هرڅه تر هغه عادي دي، چې دوی ول، خو چې دوی ترې مرخص شول ښار ړنګ شو، حالات بدل شول او د لارښوونې څوک پاتې نشول، ځکه باید دوی له مرګ وروسته هم رهبري وکړي.

ددې رهبرۍ لیاقت په بل چا کې نشته، هېڅوک هم وړتیا نه لري او نه هم څوک د دیموکراتیکو اصولو پابند دي، ځکه باید د دوی لوی او مرمرین قبرونه هم د بردګۍ مرکزونه وي.

سلګونه هیلې د دوی په مرګ پورې تړلې وي، خو چې مړه شي له ژوندي هغه لا لوی شي، په ژوند یې که زر جریبه ځمکه غصب کړې وه، له مرګ وروسته باید زر + سل جریبه غصب کړي، څو په سلو کې یې ددې ملت دا محترمین د بلې دنیا ژوند هم په ارامه او سوکاله تېر کړي او په پاتې زرو کې یې پلویان فکر ته د تبلیغ بورډونه ولګوي، کنفرانسونه جوړ کړي او بنیادونه رامنځته کړي.

د رهبریت او ملت پدې معیار کې باید ددې خلکو لپاره هېڅ شی هم د تفاوت په تله ونه اروزل شي، دوی باید مبراء وي، ځکه رهبران ول، قوماندانان ول او ددې ملت مشران؛ له مرګ وروسته یې هم دنیا د بدلېدو نده.

دوی په عمل کې ثابتوي، چې په ژوند یوازې دنیا ښه ده، خو له مرګ وروسته عقبا ته هم ضرورت شته. د همدې ارزښت لپاره خپلې مهمې تجربې له هرې ممکنه لارې تر موږ رسوي، چې د اخرت بار یې سپک شي او هلته ترې پوښتنه ونشي، چې پوهېدې ولې دې نه ویل؟ پوه د ګناه په جرم دوه چنده مجرم دی.

د دوی په ژوند زما او ستا تعلیم ته څه اړتیا ده، بې لارې کېږو او د ټولنې د فساد لامل ګرځو، خو له مرګ وروسته یې د لارښوونې ګوته تر خپل زوی او لور هم ما او تاته نږدې اشاره کوي.

هغه وخت یې ددې لپاره دا کار کاوه، چې زه او ته یې له زوی د رهبرۍ ځای ونه نیسو، خو اوس ځکه دا کار کوي، چې پوهېږي که سل کاله نور هم مزل وکړو د دوی د اولادې په بهرنۍ زده کړې پسې نشو رسېدای او حد اقل پدې ویناوو، خو د خپلو پلویانو مخه خلاصه کړای شي.

له مرګه پس د ډېرو نورو په شان د استاد رباني ګویا ژبه ماته ځکه مهمه ښکاري، چې د پلویانو له ناځوانۍ یې پرده پورته کوي.

استاد رباني چې په ژوند دومره ښکلې خبرې کولې، نو ولې مو هغه وخت غلی ساتلی و، چې نه بښونکی عمل دی(؟)، هره شپه دوه درې ساعته په نورین تلویزیون استاد ملت ته له هغو شرایطو د وتلو یوازینۍ لاره ښیي، چې خپله پکې بند پاتې وو.

که د استاد رباني د یو سل او شلو نورو لارویانو له مرګ وروسته ګویا ژبې واورﺉ له ډېرو نورو به مو خبر کړي، ما یې یوازې پیغام تر تاسو در ورساوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *