تاند- د توقع او معمول خلاف یوې بنګله دېشۍ ښځه د ماشوم له زېږولو یوه میاشت وروسته په بېړه زېږنتون ته یووړل شوه او هلته یې غبرګولي پیدا شول.

ډاکتران وايي دې ښځې دوه رِحمونه (زیلانځ) درلودل او لومړی ماشوم یې په یوه زیلانځ کې و او دوه نور یې په بل کې.

د عارفې سلطانه لومړی ماشوم په فبرورۍ کې دنیا ته راغی خو یوه میاشت وروسته بیا ورته درد پیدا شو.

ډاکتران په پیل کې بیخي حیران شول چې څرنګه کېدای شي چې د ماشوم له زېږون یوه میاشت وروسته دې یوه ښځه بیا اومیندواره او د ماشوم زېږولو پړاو ته ورسېږي.

په خپله سلطانې فکر نه کاوه چې نور ماشومان به یې هم په نس کې وي.

خو ډاکتران وايي چې داسې کېدای شي او تر دې پخوا هم داسې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *