ولسمشر کرزی بل څه نه کوي، غواړي له لویې جرګې خلک زړه توري کړي ـ نژدې ده لویه جرګه هم لکه زموږ ډېری ملي او دیني ارزښتونه مسخره شي… اضطراري لویه جرګه، د اساسي قانون لویه جرګه، ممثله لویه جرګه، مشورتي لویه جرګه، د ستراتیژیک تړون لویه جرګه او دادی د امنیتي تړون لویه جرګه…

چې کابل کې د لویو جرګو پر مهال ژوند نېژدې په ټپه درېدلی وي ـ د ستراتیژیک تړون لپاره د لویې جرګې په ورځو کې زه کابل کې وم، د لویې جرګې کېږدۍ ته غزېدلې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې وې. د سیمې خلک پخپلو کورو کې کلابند وو…

کابلیانو د کنځلو او بدو ردو نوی ریکارډ تینګ کړی و ـ د ښیراوو، کنځلو نوې ترمینالوژي یې را اېستلې وه…

اخوانیانو دوې لسیزې ووهل، د تبلیغاتو توغندي یې وچلول، خو لویه جرګه یې تخریب نشوای کړای ـ د لویې جرګې مخه یې ډب نکړه ـ خو دې څو کلونو کې چې اوس څوک د لویې جرګې نوم اوري د سر ویښتان یې نېغ ودرېږي.

چې دلته د ارزښتونو د لیلام قیامتونه راټیټ دي. جهاد، مجاهدینو وشرماوه، شریعت طالبانو مسخره کړ او ولسواکي راغلیو ښاغلیو وشرموله، د دموکراتیکو ارزښتونو لمن لبرال فاشیستانو پرسر واړوله…

د لویې جرګې یواځې نوم دی ـ ماهیت یې له منځه تللی ـ هغه مکانیزم چې اساسي قانون لویې جرګې ته پاموړ ګڼلی نه مراعات شوی او نه به مراعات شي ـ بس د لویې جرګې کېږدۍ ورغېږي، کمېسیون وټاکل شي، د خپلې خوښې راغلي غونډ شي، لارې، واټونه وتړل شي، پلوونه، چرګان باد شي، پر نویو عریضو احکام واخیستل شي، ترا بخیر ما را بسلامت…

 که ولسمشر د تایید پرېکړه اخلي که د رد، له یوې جرګې یې ترلاسه کولای شي… چې دلته هر مال په یوه روپۍ تر ګوتو کېدای شي.

سید شکرالدین آغا پتیلې چې دا ځل د لویې جرګې کېږدۍ ړنګه کړي، چې ټول غصب ددغه سرخوړلې کېږدۍ له لاسه دی.

دده په وینا پُل خشتي جومات له دې وړاندې کلونه نیم کاره پاتې و، منار یې د لرګیو  و، مؤذن به آذان ته په لرګینو زینو خوت آذان به یې کاوه…

بله ورځ چا اور ورته کړ، حکومت یې له سره په رغېدا او اوسنۍ بڼه جوړېدا ته اړ شو…

آغا صاحب په ټینګه دا پرېکړه کړې، چې د لویې جرګې کېږدۍ د دغسې یوه اقدام له مخې ایسته کړي، چې کېږدۍ لیرې شوه لویه جرګه نشي راغوښتی، کابلیان له کړاو خلاص دي…

د آغا صاحب په خبره تاسې څه وایاست، چې لویه جرګه به د ولسمشر د خوښې او غوښتنې پرخلاف پرېکړه وکړي، سوال نه پیدا کېږي، چې داسې ده بیا د لاس غوټې ته پر خوله د پرانیستو جنجال د څه لپاره…؟

ولسمشر چې تر اوسه څه کړي، څوک یې پوښتلي، د چا خوښې او سلا ته یې کتلي، د یو سلاکار په وینا دا یو کال یې ولسمشر په سترګو نه دی لیدلی، نه یې شي لیدای.

که ولسمشر د ملت خوښې او ارادې ته کتلی، له جنګسالارانو به یې لاس اخیستی و، چې ملت په یوه خوله دا دوولس کاله ده ته د خدای روی وړاندې کوي، چې له جګړه مارو سره کلی کور پرېږدي، خو دی هر وار یو او بل د ولس پر اوږو خیژوي ـ د ملت اراده دومره پاموړ ده چې رایه ورکړي او خپل واک وروسپاري.

 له محور ورځپاڼې په منننې.

3 thoughts on “د ارزښتونو تجارت/ شهرت ننګیال”
  1. دروند اوښاغلی ننګیال ته سلامونه !ګوتوته مو حرکت او قلم ته مو برکت غواړو ، آغاصاحب ډیر ښه تصمیم نیولی دادغومبسو ځاله (دلویې چرګې خیمه)باید ورانه شی.

  2. ننګیا ل صا حب افرین په تا افرین ستا په والدینو ډیر ښکلی او په زړه پوری حقا یق دلیکلی په لویه جرګه یا دچپلو سانو او بوټ پا کا نو جرګ په دی جرګه کی کوم سیاسی مخور کینی او که تش فر ما یشی پا لو کباب کوک فا نتا خوړونکی متل ده چه له ازاره چا بازار مو ندلی نده دخوار اولس په سر نوشت به تر کومه لوبی کیږی ؟
    ه

  3. Salam Nangial Sahib,

    The aritcle is good but practically it seems very hard to implement. I know the real problem is war lords. They are being supported by foreingners and the government of Afghanistan get assistance from them as well.

    I would like to ask you what is the solution and how to get rid of these war lords?

    Regards.

    Hadi Najibi
    Hadi

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *