Bison
د نسل نوم یې بیسون (Bison) ده. په انګریزۍ کې ورته (buffalo or wisent) نومونه هم اخلي. غوییزو ته ورته دوه ډوله څرېدونکي ژوي دي کوم چې د بو ویدای کورنۍ (family Bovidae) بیسون نسل (genus Bison) جوړوي: یو ډول یې د امریکا بیسون ده، د ډول علمي نوم یې (Bison bison) ده, په امریکا کې د (buffalo or the plains buffalo) په نومونو هم پېژندل کیږي او بل ډول یې د اروپا بیسون ده، د ډول علمي نوم یې (Bison bonasus) ده. دواړه ډولونه د ښکار له امله ورکېدو سره مخ شول خو اوسمهال یې ساتنه په محفوظو ځایونو کې کیږي او تر پخوا یې نسل ډېر کم پاتې ده.