تاند- نن /سې شنبه/ (اپریل ۲) به ګوګل پلس د انترنیټ له شبکې وایستل شي.

ټاکل شوې ده چې ګوګل کمپنۍ خپله ټولنیزه شبکه ګوګل پلس، چې یو وخت ګومان کېده د فېسبوک سیاله به وي، غیرفعاله کړي.

ګوګل پلس په ۲۰۱۱ م کال جوړ شو او ډېره هیله یې لرله چې د فېسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو شبکو سیال به شي خو داسې ونه شول.

له څو کلونو راهیسې د ګوګل پلس د کاروونکو شمېر مخ په کمېدو و. ګوګل په خپله په دې اړه څه نه ویل  خو تېر کال په ګوګل کې څو امنیتي ستونزې، چې د دې شبکې د کاروونکو معلومات یې افشا کولی شوای، سبب شو چې ګوګل د ګوګل پلس پر بندولو غور وکړي.

له هماغه پېښې وروسته ګوګل رسماً اعلان وکړ چې د ۲۰۱۹ کال په اګست کې به ګوګل پلس د تل لپاره بند کړي. څه موده وروسته څو نورې امنیتي نیمګړتیاوې په ګوګل پلس کې پیدا شوې چې له کبله یې ګوګل پرېکړه وکړه چې د ګوګل پلس د بندولو نېټه نوره هم رامخکې کړي.

ګوګل په خپلو نورو ټولو کارونو کې زیات بریالی دی خو یوازې یې په ټولنیزو شبکو کې تجربې ناکامې شوي دي. نه یوازې د دې کمپنۍ د ګوګل پلس طرحه بریالۍ نه شوه بلکې تر دې وړاندې د ګوګل بز (Google Buzz)، چې په ۲۰۱۰ کال جوړ شو، یوه کال وروسته بند شو.

همداراز Google Friend Connect چې په ۲۰۰۸ کې فعال شو، تر ۲۰۱۲ پورې وچلېد. همداراز Orkut هم لس کاله دوام وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *