طبوعاتي خبرپاڼه
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی نن د خپل کار په دفتر کې د RTDMS پروژې د تطبیق د بهیر څخه د څار مؤظف پلاوي سره تعارفي لیدنه وکړه.
ښاغلي اريوبي د ياد پلاوي سره د معلوماتو شریکولو، د يادې پروژې د ټولو اسنادو سپارولو او تر ننه د ټولې پروسې په اړه خبرې وکړې او اړوندو ادارو ته يې لازمه لارښوونه وکړه چې په خپله برخه کې د پلاوي سره همکاري وکړي.
د ملي تدارکاتو محترم کميسيون ذ تدارکاتو قانون او اړوندې کړنلارې د احکامو په نظر کې نيولو سره د ۱۳۹۷ د کب مياشتې په ۱۹مه نېټه په ۱۸۱ جلسه کې، د ۳۱۴۲ پرېکړې پر اساس د RTDMS پروژې د تطبیق د بهیر څخه د څار مؤظف پلاوی ټاکلی چې د افغانستان د روڼتيا څار سازمانIWA ، معلوماتو ته د لاسرسي کمېسيون، د IT شرکتونو اتحاديې، د تدارکاتو ملي ادارې او احصائيې مرکزي ادارې استازي په کې شامل دي چې په ننۍ ناسته کې د ملي احصائيې ادارې او د افغانستان د روڼتيا سازمان استازو ګډون نه درلود.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به د داخلي ارزونې او ارزيابۍ تر څنګ له پېل څخه تر اوسه پورې، ددغه پروژې ټول اړوند اسناد د ياد کمېسيون سره شریک کړي.
ياد پلاوی په پوره خپلواکۍ خپل کارونه مخته وړي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د تدارکاتو ملي اداره ورته د ټولو اسانتياو برابرو په برخه کې همکاري کوي.
د RTDMS پروژې پر تطبیق د څار کمېټه به له نږدې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اړوندو شرکتونو په له نږدې کار کوي، تر څو د RTDMS سيستم جوړلو له بهیر څخه نظارت وکړي او د خپلو کارونو د تنظیم په موخه داخلي کړنلاره جوړوي چې له مخې به يې خپلې چارې او کارونه تنظیموي.