تاند- د قطر حکومت د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د طالبانو حمله په کلکه وغندله.
وسله والو طالبانو پرون /شنبه/ د جنرال دوستم د موټرو پر کاروان هغه مهال د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالي کې حمله وکړه چې له بلخ ولایته جوزجان ته روان و. دوستم له بریده روغ ووت خو څو ساتونکی یې ووژل شول او څو نور ژوبل شول. طالبانو ته هم مرګ ژوبلې واوښتې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ په یوه بیان کې ویلي«د قطر دولت د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پر ضد د وژونکې حملې هڅه، چې ۴ ساتونکي یې ووژل شول او ۶ نور ژوبل شول، په کلکه غندي او محکوموي.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په هره انګېزه د تشدد او تروریزم د ردولو په اړه پر خپل کلک دریځ ټینګار کوي.
دې وزارت دا هم ویلي«موږ دا برید د نه منلو جنايي عمل ګڼو او د هغو کسانو د نیولو او عدالت ته د راکاږلو کلکه غوښتنه کوو چې په دې پېښه کې یې لاس درلود.»
د قطر له لوري د دې حملې د غندلو اهمیت په دط کې دی چې دا هیواد له څو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.