ژباړه: رحمن الله لکڼوال

په انټرنیټ کې د یوې دقیقې په جریان کې امکان لري چې ډیرې زیاتې پیښې وشي. هغه اشخاص چې فیسبوک یا خپل ایمیل ګوري کیدای شي 60 ثانیې یې د سترګو په رپ کې تیرې شي، خو که موږ دا ټولې کړنې په همغه دقیقه کې سره یو ځای کړو، نو موږ به په انټرنیټ کې له حیرانتیا ډکه یوه دقیقه ولرو.

د اقتصاد آنلاین د راپور او د Lori Lewise او Chadd د تحقیق په اساس، په انټیرنیټ کې په یوه دقیقه کې یو ملیون کاروونکي فیسبوک ته دننه کیږي، په یوټیوب کې 4.5 ملیونه ویډیوګاني لیدل کیږي، په مجموعي ډول 41.6 ملیونه پیغامونه د واټس اپ او فیسبوک له لارې لیږل کیږي او په همدې شمیر کاروونکي tinder ته دننه شوي دي، په همدې ترتیب 3.8 ملیون ځله په ګوګل کې پلټنه شوې ده، 347.222 سکرول په انسټاګرام کې او تقریباً د یو ملیون ډالرو په ارزښت په انلاین ډول پیرودنه شوې ده.

ترسره شوې څیړنې ښیي چې د انټرنیټ کارونې په کچه کې د تیر کال په نسبت ډیر بدلون نه دی راغلی. د فېسبوک کاروونکو او په ګوګل کې د پلټونکو شمیر په تیر یو کال کې تقریباً ثابت پاتې شوی دی،  په ګوګل کې په یوه دقیقه کې نږدې 100 زره پلټنې د تیر کال په نسبت اضافه شوي دي. په همدې ډول د فیسبوک کاروونکو په شمیر کې د نږدي 30 زرو په شاوخوا کې زیاتوالی راغلی دی.

له بلې خوا، د Netflix د منځپانګو د لیدونکو شمیر تقریباً درې برابره او په انسټاګرام کې د پوست کوونکو شمیر په 2019 کال کې د تیر کال په نسبت دوه برابره شوی دی.

په وړاندې شوي تصویر کې په عمومي ډول د انټرنیټ څخه د استفاده کوونکو شمیر په یو دقیقه کې په 2019 کې لیدلی شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *