تاند- افغان طالبان وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل به مرسته وکړي چې د هیواد نورو ټولو مسلو ته د حل لار پیدا شي.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین دا خبره پرون /یکشنبه/ له دوحې څخه د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته په مرکه کې وکړه.
طالبانو او امریکایانو د پنځم پړاو خبرو په پای کې وویل چې په خپلو خبرو کې یې پرمختګ کړی خو په دې لا نه دي توانېدلي چې کومه موافقه لاسلیک کړي.
ظاهراً دوی د دې لپاره د موافقې پر لاسلیکولو نه دي بریالي شوي چې طالبان اوربند او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار نه دي.
شاهین د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د شپږم پړاو خبرو تر پیلېدو مخکې وویل«موږ اوس د بهرنیو پوځیانو پر وتلو او د اشغال پر پای ته رسېدا خبرې کوو. موږ غواړو چې پر دې مسله موافقې ته ورسېږو ځکه چې دا زموږ لپاره مهمه ده. دا مرحله لا بشپړه شوې نه ده. د امریکا لپاره مسله دا ده چې د افغانستان له خاورې څخه پر امریکا او متحدانو یې تروریستي حملې ونه شي.»
شاهین وايي چې پر یادو دوو مسلو په وروستیو غونډو کې خبرې کېدې او پرمختګ هم پکې شوی خو د نهايي کېدو او موافقې لپاره نورو خبرو ته اړتیا ده چې په راتلونکو غونډو کې به دا کار وشي.
ده زیاته کړه، پاتې مسلې دا دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او د هغو د وتلو د پیل پر نېټې موافقه وشي.
د طالبانو ویندوی وايي چې پر دې دوو مسلو ممکن په راتلونکو غونډو کې موافقه وشي.
ډیلي ټایمز وايي، طالبانو تل ویلي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي ځکه چې د افغانستان حکومت د دوی لپاره د شخړې یو لوری نه دی او نه پرېکړه کولی شي. خو کله چې یې له شاهین څخه بیا وپوښتل چې د افغانستان حکومت بیا بیا له تاسو غواړي چې خبرې ورسره وکړئ، ده په ځواب کې وویل«له امریکايي پوځیانو سره د ځواکونو د وتلو پر سر موافقه به د نورو مسلو پر حل کولو خبرو ته لار هواره کړي. موږ د فبرورۍ په میاشت کې په مسکو کې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره ګام پورته کړی دی.»
سهیل شاهین زیاته کړه، د مسکو د غونډې په شان بله غونډه به د اپریل په نیمايي کې په دوحه کې وي او د طالبانو سیاسي استازي به د افغانستان د ستونزو په اړه له مهمو افغان سیاستوالو سره خبرې وکړي.