پرون مو چې خپل کار ځای کې غرمنۍ وکړه، زه تر نورو همکارانو مخکې پاڅېدم، په تېزۍ کمپیوټر ته کېناستم او د هغه قلمي نوټ په ټایپ کولو مې پیل وکړ چې یوه ملګري راته یو ورځ مخکې راوړی و خو له مایې لیکل پاتې وو. یوه پاڼه به مې ټایپ کړې وه چې نور همکاران هم پاڅېدل، څوک په نورو کارونو پسې او څوک د ماسپښین لمانځه ته ولاړ شول.
زه او یو بل همکار پاتې شوو. دی هم چوپ و او زه هم پخپل کار لګیا وم. همدې وخت کې دروازه را خلاصه شوه؛ د ګاونډ یو سپین کالی دوکاندار او یو بل په عمر ځوان خو په څېره زوړ او کمزوری سړی دفتر ته راننوتل. د دواړو ټیلیفونونه په لاسو کې ول، ضعیف سړي دوکاندار ته کتلې او مونږ ته په وارخطا لهجه مخاطب شو: دې سړي ته مې موبایل راوړ او ورته ومې ویل چې په سلو افغانیو یې راته یوه میاشت لپاره فري کړه، خدای پوه شه څه یې ورسره وکړل، اوس دا دی پنځمه ورځ ده، نه موبایل فري دی او نه پیسې پکې شته. د سپين ږيري معصومانه خبرو کې رښتينولي له ورايه ښکارېده، مظلومې څېرې يې ډېرې نورې خاموشې خبرې هم کولې. دی لا چوپ شوی نه و چې، دوکاندار یې خبرې ور پرې کړې او ورته ویې ویل: غلی شه، یوه هفته مخکې دې سودا کړېده او نن راغلی یې لانجې کوې؛ دغه دی اوس به معلوم شي چې زه ملامت يم، که ته.
ما چې د دوکاندار تېزي ولیده، په نرمه لهجه مې وویل: پنځه ورځې نه چې پنځه کاله هم تېر وي، نه څوک د چا حق خوري او نه یې خوړلی شي. زما دې خبرې په دوکاندار کې د نارضايتۍ حس وپاروه، سور او سپين شو خو څه يې ويلی ونشول.
همکار مې یې تیلفون چک کړ، کرېديت ورته لېږل شوي وو، خو موبایل فري شوی نه و. دوکاندار چې دا خبره واورېده، داسې یې وښوده لکه له ملامتیا چې خلاص شوی وي، نور یې پښې سپکې کړې او پخپل کار پسې لاړ.
سپين ږيری حک حيران ودرېده. ده چې د سلو افغانيو د تاوان برداشت نه درلود، ددې حالت په ليدو له ډېر خپګان او غوسې نه رېږد ونيو. په احساساتو راغی، مونږ لا بله خبره هم ورسره نه وه کړې چې بې اختیاره يې له خولې ووتل، ځوان زوی مې شهيد شو.
بيا يې وويل: د ده غوندې خلکو هېڅ پروا مې نه کوله. اوس يې هم پروا نه لرم، بيا ورپسې ورځمه، که پوره پيسې رانکړي، نيمې خو ترې په زوره اخلم. څه به وکړي؟ مړ به مې کړي، پرېږده چې مړ مې کړي، زه خو مې له زوی نه زيات نه يم.
زړه يې ډک شو، خو ددې لپاره چې ځان قابو کړي، چوپ شو. زما زړه هم دده د لاسونو په څېر رېږد ونيو، په ده بېچاره انسان تېرېدونکی قيامت ما هم حس کړ. مخامخ مې ورته نشول کتلی، خو ټوله صحنه مې له سترګو لاندې کنترول کړې وه. زړه مې غټ کړ، له کمپيوټر نه مې سترګې پورته کړې او ورته ومې ويل: کاکا ! زوی دې کله شهيد شو؟ دې ده په زړه د زوی د مړينې زخم دومره تازه و لکه همدا اوس چې يې له جنازې را ګرځېدلی وي، په وارخطا لهجه يې وويل: دا اوس شهيد شو اوس، د روژې په پنځمه ماين والوزاوه.
له تېر کال روژې تراوسه نږدې کال کېږي، خو د سپين ږيري سړي د زړه ټپ ډېر ژور و او دردونه یې هېڅ نه وو ارام شوي. دهغې غميزې چې زوی یې پکې له لاسه ورکړی و، ټولې شېبی يې په ذهن کې سلامتې پاتې وې. هره خبره يې دقيقه او سلامته کوله.
د ځوانيمرګ زوی غم، غربت، بېچاره ګۍ او د ژوند نورو ستړياوو او کړاوونو سړی په زلمیتوب کې بوډا کړی و؛ د سر او ږیرې وېښتان یې سپین ول، مخامخ ژامه کې يې ايله درې غاښونه پاتې وو، په نښلېدونکې ژبه خبرو کولو یې په مظلومیت یو بل رنګ هم شیندلی و. په خبرو کې یې یو عالم درد پروت و، هرې خبرې یې د غم او درد یو تریخ داستان بیانوه او هر لفظ یې پټ زګېروي کول؛ خو نه داسې غوږونه موجود و چې د دغه کړېدلي انسان زګېروي یې اورېدلي وی او نه داسې احساس موجود و چې د ځوان بوډا خاموشې چیغې حس کړي.
زه او همکار مې د خاموشۍ بلا ووهلو او د خبرو جرئت مو بايلود. سپين ږيری د احساساتو توپانه په مخه کړی و، له زوړ څادر نه يې د کاغذونو پلاستيکي دوسيه ووېستله او په ډک زړه يې خبرې شروع کړې: قومندانۍ ته ځم، يو کال شو چې زوی مې شهيد شوی تر اوسه يې د شهيدۍ کارونه نه خلاصېږي. دا يې ورقې دي. زوی مې پوليس و، ماين والوزاوه ماين.
بيا يې موبايل په مېز کېښود او ويې ويل: دا راته فري کړئ، زه دستي پيسې راوړم. لدې سره يې دروازه خلاصه کړه او بېرون ووت. څو چې بېرته راګرځېده، موبايل مو ورته فري کړ. لږه شېبه وروسته بيا په دفتر راننوت، خدای خبر له چانه يې پيسې راوړلې، يوسلو لس افغانۍ ورسره وې او غلی زما د همکار تر څنګ ودرېده.
موبايل مو ورکړ او د پيسو مو ورته وويل چې کاکا خير دی، نه يې درنه اخلو؛ لدې سره يې لاسونه اسمان ته پورته کړل، دعا يې کوله، خو سلګو واخيست او پداسې مظلوم انداز يې وژړل چې زه فکر کوم ټولو کايناتو به ورسره ژړلي وي. دوه درې وارې يې زوی، زوی وويل او له دفتر نه په ژړغوني غږ او دعا کولو کولو روان شو.
ما په خاموشۍ سره بېرته په لیکلو پیل وکړ، خو اوښکو د کمپيوټر شيشه جال کړه او پرې يېنښودم چې د کيبورډ په تڼيو ګوتې وچلوم. مات مات له ځايه پاڅېدم او د ماسپښين لمانځه ته روان شوم.