تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن /سې شنبه/ کندهار ته لاړ.
خلیلزاد په کندهار کې د لوی کندهار (کندهار، هلمند، زابل، اروزګان) له قومي مشرانو او ولسي استازو سره ولیدل.
ښاغلي خلیلزاد د لوی کندهار مشرانو ته د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو خبرو او په هغو کې د شوي پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل.
خو د چارو کتونکي خوشال خلیل وايي چې خلیلزاد د لوی کندهار له مشرانو سره نه بلکې د کندهار د ولایتي شورا د ريیس سید جان خاکرېزوال په شان کسانو سره کتلي دي.
د خاکرېزوال په اړه ویل کېږي چې یو بې سواده زورواک دی چې د کرزي په ملاتړ د ولایتي شورا رييس ټاکل شوی دی.
راپورونه وايي چې خلیلزاد همداراز په کندهار کې د طالبانو له مهمو قوماندانانو سره هم ولیدل.
ده پرون د افغانستان له ولسمشر، اجرايي رييس، د ولسمشر د دفتر رييس، د سولې د دارالانشا رييس، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.
خلیلزاد نن کندهار ته تر روانېدو مخکې له د بهرنیو چارو له پخواني مرستیال حکمت خلیل کرزي او د مالیې پخواني وزیر عمرزاخېلوال سره ولیدل.
خلیلزاد دا کتنې په قطر کې له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو په درشل کې کوي.
دی به پاکستان ته هم لاړ شي.
دوی د کندهار مشران ندي. دوی د جمعیت لڼډغرغله پایلوچان د یوموټی روپی سپي دي پردوی دې نالت شي کندهار پرتاریخي مخ مرداری دی. د خلیلزاد نیت هم راته لکه دوی همدومره مردار ښکاري
زه د خلیلزاد د ماموریت او کندهار ته د هغه د سفر او همدارنګه په عکس کی د ولاړو کسانو د ظاهری او باطنی څرنګوالی په هکله د ویلو څه نلرم خو فقط دومره وایم چي
آیا لنګوټه زموږ یو ملی- فرهنګی- وولسی – غیوری -تاریخی ارزښت ګڼل کېدای شی؟
که هو
نو
اته زره پوښتنی رازیږی
که نه
نو
دا هلُکانه تئاترونه څه معنی چي په لیاره اچول شویدی؟
The American and neighbours playing with Afghans through ZKZ and Mr president Ghani have given a right answer through Mr hamdellah Muhib an experienced player.
Now that Dr. Khalilzad seems to enjoying wearing business tie and mix it with turban, one hope that he take the time to watch Talibans video hitting males and females while public watching in the province of Ghazni.